لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور قلندر پرله پسې په دویم ځل د پي اېس اېل اتلولي وګټله


د لاهور قلندر کرکټ لوبډلې په دویم ځل پرله پسې د پاکستان سپر ليګ اتلولي ګټلې او پرله پسې یې د ملتان سلطان لوبډلې ته په پايلوبه یا فاينل کې ماتې ورکړه.

د پي اېس اېل اتم پايلوبه تېره شپه په لاهور کې ترسره شوې ده او د لاهور قلندر لوبډلې د لوبې په اخري بال په يو رنز سيالي ګټلې ده.

د پايلوبې پچه/ ټاس د شاهين شاه اپريدي په مشرۍ، کپتانۍ کې د لاهور قلندر لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې اخستی وو.

يادې لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 200 رنزونه جوړ کړي وو. زيات رنزونه پکې عبدالله شفيق په 40 بالونو 65 رنزونه جوړ کړي او کپتان شاهين شاه اپريدي په 15 بالونو44 رنزونه جوړ کړي وو.

د ملتان سلطان په بالرانو کې زياتې درې وکټې عثمان میر اخستې درې اوورونه یې کړي او 24 رنزونه یې ورکړي وو.

د لاهور د لوبډلې د هدف په مقابله کې بيا د ملتان سلطان لوبډلې په اته لوبغاړو سوځېدو 199 رنزونه جوړ کړي او په اخري بال یې په يو رنز ماتې خوړلې ده.

د لاهور قلندر کپتان شاهين شاه اپريدي څلور لوبغاړي سوځولي خو په څلورو اوورونو کې یې تر ټولو زيات 51 رنزونه هم ورکړي وو.

او راشد خان په څلورو اوورونو کې تر ټولو کم 24 رنزونه ورکړي او په دوه وکټو اخستو کې کامياب شوی وو.

د پاکستان سپرليګ اووم پړاو هم د يادو دواړو لوبډلو ترمنځ شوی او د لاهور لوبډلې په 42 رنزونو د ملتان سلطان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG