لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکې لخوا د جمهوريت په اړوند بلل شوې غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې


پاکستان د امریکې لخوا روانه اوونۍ د جمهوريت په اړوند بلل شوې سرمشريزه غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې ده، خو ويلي یې دي پاکستان به د امریکا او غونډې د شريکو کوربنو سره په دوه اړخيزه توګه کار کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن په يو بيان کې ويلي، پاکستان د امریکې او نورو ګډو کوربنو هېوادونو مننه کوي چې په 29م او 30م مارچ یې د جمهوريت په اړوند دويمه سرمشريزه غونډه کې پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

پاکستان چې دا بيان خپور کړی، د امریکې د صدر جوبايډن انتظامیې روانه اوونۍ په ياده غونډه کې د 120 نه زيات هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده، چې پکې د پاکستان ګاونډي هند هم شامل دی.

ياده ورچويل غونډه د جمهوريت دپاره د نړيوالې اعلامیې د سرخط لاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت او د امریکې د نړيوالې پرمختيا اداره [يو اېس اېډ] په شريکه کوي.

په ياده غونډه کې په جمهوري اصولو، وګړو او ځايي حکومتونو په کردار او نړيواله کچه د جمهورت په اړوند بحثونه کیږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په وېب پاڼه خپور شوي بيان کې ويل شوي، پاکستان د امریکا سره د دوستۍ قدر کوي او د بايډن انتظامیې سره د پاکستان اړيکې د ډېره حده پورې پراخه شوي او سېوا شوي دي او پاکستان په سيمه کې د سولې، ثبات او خوشالۍ دپاره دغو اړيکو نورو پياوړو کولو ژمن دی.

په ياد بيان کې زياته کړی شوې چې پاکستان د هغې غونډې برخه نه دی پاتې شوی کومه چې په کال 2021 کې پېل شوې په کومه کې چې د ملکونو سره د ځینو قامي ژمنو ضرورت وو.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په بيان کې د دغو ژمنو او ملکونو په اړوند نور جزيات نه دي ويل شوي.

پاکستان په دسمبر 2021 کې د صدر جوبايډن لخوا د جمهوریت په موضوع بلل شوې غونډه کې ګډون نه وو کړی، هغه وخت داسې ويل کېده چې پاکستان د چين په وینا په غونډه کې ګډون نه وو کړی خو پاکستان دغه تاثر رد کړی وو.

اوس هم راپورونه دي چې په اوسنۍ غونډه کې د پاکستان نزدې ګڼل کېدونکي هېوادونه چين، ترکي او سعودي عرب نه دي بلل شوي.

پاکستان ویلي، جمهوري اصولو او اقدارو ته د ودې ورکولو، پياوړي کولو او بشري حقونو او غبن ضد مبارزې مخې ته د وړو په لړ کې به د امريکا او د غونډې د شريکو کورنو سره دوه اړخیزه مرستې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG