لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په دکۍ او خضدار سیمو کې درې چاودنې شوي، يو تن وژل شوی 20 نور ژوبل شوي


د دکۍ ضلعې د ليويز يو چارواکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د دکۍ د ټېکدار نالۍ په علاقه کې د سکرو ډک ټرک روان وو، اېښودل شوي بارودي ‏مواد پرې چاودلي دي
د دکۍ ضلعې د ليويز يو چارواکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د دکۍ د ټېکدار نالۍ په علاقه کې د سکرو ډک ټرک روان وو، اېښودل شوي بارودي ‏مواد پرې چاودلي دي
د پاکستان د بلوچستان صوبې په دکۍ او خضدار سيمو کې په درېو چاودنو کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی او د امنيتي اهلکارو په ګډون د ‏‎20‎‏ پورې نور ‏کسان ژوبل شوي دي. ‏
د دکۍ ضلعې د ليويز يو چارواکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، د دکۍ د ټېکدار نالۍ په علاقه کې د سکرو ډک ټرک روان وو، اېښودل شوي بارودي ‏مواد پرې چاودلي دي.‏
چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني ته ويلي، د لومړۍ چاودنې وروسته چې دغلته د سي ټي ډي او پوليس چارواکي ‏ورسېدل، بله چاودنه وشوه، په دغه چاودنه کې يو تن په ځای وژل شوی او د سي ټي ډي پوليس دوه سب انسپکټران او خواوشا ‏‎20‎‏ نور کسان ژوبل شوي ‏دي.‏
د چارواکي په خبره په چاودنه کې ژوبل شوي زياتره کسان د سکرو په کانونو کې کارکوونکي دي او دوی نزدې روغتونونو ته منتقل کړل شوي دي.‏
په سمدستي ډول د چاودنو زمه واري چا نه ده منلې.‏
تېره شپه په خضدار کې د پوليسو په يو ګاډي هم چاودنه شوې، د پوليسو يو عسکر پکې ژوبل شوی او ګاډي ته تاوان اوښتی دی.‏
د خضدار پوليس تاڼې يو چارواکي مولا بخش دغه پېښه تاييد کړې، او ويلي یې دي د جالوان کمپليکس سره نزدې نامعلومه کسانو د پولیس په موټر ‏لاسي بم غورځولی دی.‏
درې ورځې وړاندې هم په دکۍ سيمه کې د ماينونو په ساتنه مامور په اېف سي ځواک بريد کې د اېف سي يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.‏
هغه وخت پوليس چارواکو ویلي وو په دکۍ کې په اېف سي چوکۍ بريد ته د اېف سي اهلکارو فوري ځواب ‏ورکړی او د مرستې دپاره یې نور اهلکار ‏غوښتي وو.‏
چارواکو ويلي وو، د اېف سي نور اهلکار موقعې ته رسېدلي، د وسله والو یې په ګاډي ډزې کړي، په بريد کې د اېف سي یو عسکر وژل شوی وو.‏
د دکۍ پوليسو يو چارواکي ويلي وو، په دغه ډول بريدونو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې لاس لري.‏ ‏
د رپورټونو ترمخه د دغه بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې (بي اېل اې) منلې وه.‏
د روژې په میاشت کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو، چارواکو ويلي په دوی کې اووه مزدوران خوشي کړل شوي او دوه ‏تراوسه بې درکه دي.‏

پوليس اهلکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله (بي اېل اې) د سکرو د کانونو د مالکانو نه قلنګ او پېسې غواړي چې ‏‏پېسې دې ورکړي بيا به یې مزدوران خوشي کړي.‏ پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی‎.‎
د پاکستان ناارامه ضلع بلوچستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي، په امنيتي اهلکارو بريدونه کيږي او د زياترو زمه واري بلوڅ بېلتون ‏‏غوښتونکې ډلې مني.‏
د دې ترڅنګ د سکرو په ماينونو کې هم اکثره د ګېس چادونو او کانونو کښېناستو پېښې کيږي او مزدورانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG