لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د بلوڅ نېشنل ارمي ډلې مشر او "انتهايي مطلوب ترهګر" ګلزار امام یې نیولی


د پاکستان پوځ نن په اووم اپرېل ويلي، په استخباراتي عملياتو کې یې "یو مهم مطلوب ترهګر" ګلزار امام عرف شمبی نيولی دی. پوځ ويلي، ګلزار امام د لاقانونه ګرځول شوي وسله وال تنظیم بلوڅ نېشنل ارمي مشر وو.

د پوځي بيان ترمخه بلوڅ نېشنل ارمي د بلوڅ ريپبلکن ارمي او یونايټډ بلوڅ ارمي وسله والو ډلو د يو ځای کېدو په نتيجه کې جوړه شوې وه.

او ويل شوي ياده ډله بلوڅ نېشنل ارمي د بلوچستان صوبې په پنجګور او نوشکي سيمو کې په امنیتي ادارو بريدونو کې ککړ او د ګڼو ترهګرو بريدونو زمه وار وو.

پوځ ويلي، ګلزار امام د کال 2018م پورې د بلوڅ ريپبلکن ارمي نومې ډلې د براهمداغ بګټي مرستیال پاتې شوی، او هغه د بلوڅ راجي اجوی سنګر په جوړولو کې مهم رول لوبولی او د عملیاتو مشر یې پاتې شوی دی.

پوځي زياته کړې، د هغه افغانستان او هند ته سفرونه هم په ريکارډ دي او د دښمنه استخباراتو سره د هغه اړيکې څېړل کيږي، ځکه دښمنه استخباراتو هم هڅه کړې چې د پاکستان د رياست او قامي ګټو پرضد کار وکړي.

ويل شوي هغه د اوږدو پلان شوو عملياتو په ترڅ کې نیول شوی دی. خو د هغه د نيولو د وخت او ځای په اړوند څه نه دي ويل شوي.

د پاکستان پوځ د ګلزار امام ګرفتاري د بلوڅ نېشنل ارمي سره سره د نورو وسله والو ډلو دپاره ضربه ياده کړې څوک چې د بلوچستان امن د خرابولو هڅه کوي.

ګلزار امام وړاندې نيول شوی

تېر کال د اکتوبر په مياشت کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې ګلزار امام د ستمبر په میاشت کې په ترکي کې نيول شوی وو هغه وخت چې هغه د ایران نه هلته ورسېدو.

د انلاين مجلې دې ډپلومېټ په يو خبر کې ویل شوي وو چې نه بلوڅ بېلتون غوښتونکو او نه پوځ يا استخباراتي ادارو په رسمي ډول د ګلزار امام نيول تاييد کړي خو په پټه دواړو د هغه د نیولو تصديق کړی وو.

د ګلزار امام په اړوند خپور شوي خبر کې ویل شوي وو چې هغه هم د تېر کال په سر کې بلوڅ نېشنل ارمي ډله جوړه کړې وروسته له هغې چې بلوڅ ريپبلکن ارمي او يونايټډ بلوڅ ارمي يو ځای شوي وو.

هاغه وخت د هغه د نيولو سره په بلوڅ بېلتون غوښتونکو د اغېزو په اړوند خپور شوي رپوټ کې ويل شوي وو چې د هغه د نيول به د بلوڅ نېشنل ارمي دپاره ضربه وي خو په نورو بلوڅ وسله والو ډلو به یې ډېر اثر نه وي.

ګلزار امام څوک دی؟

د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي ويلي، ګلزار امام په کال 1978 کې د بلوچستان صوبې د پنجګور په پروم علاقه کې زېږېدلی، د 2009 پورې ټېکدار او رپورټر هم پاتې شوی دی.

د هغه په اړوند په نورو مطبوعاتي راپورونو کې ويل شوي چې هغه په کال 2003 کې د طلبه سیاست پېل کړی او بلوڅ سټوډنټس ارګنايزېشن کې شامل شوی وو، ويل کيږي د هغه ورور په بل بلوڅ وسله واله ډله مجيد بريګېډ کې پاتې شوی وو.

د سرکاري خبري ادارې په خبر کې دعوه شوې ګلزار امام په کال 2017 کې د ګل نوید په نوم د افغانستان په پاسپورټ د هند سفر کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG