واشنګټن ـــــ طالبان دعوه کوي چې د خپلې یوې مخالفې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون یې اته تنه وژلي دي، خو «د افغانستان خپلواکۍ جبهه» په نوم دې ډلې د خپل یو قومندان په ګډون د شپږو تنو وژل تایید کړي او وایي د قومندان اکمل امیر په اړه کره معلومات نه لري.
د طالبانو د دفاع وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یې د خپلو مخالفینو پر یوه پناه ځای عملیات کړي دي.
وزارت دعوه کړې ده چې په عملیاتو کې یې د یوه قومندان اکمل امیر په ګډون اته تنه وژلي دي، خو د خپلو کسانو د وژنې په اړه یې څه نه دي ویلي، مګر د دوی مخالفې ډلې دعوه کړې چې په جګړه کې یې تر 30 زیات طالبان وژلي دي.
اکمل امیر «د افغانستان د خپلواکۍ جبهې» په نوم د هغې ډلې قومندان دی چې د 2022م کال په مارچ کې یې د جوړېدو او د طالبانو خلاف د وسلوالې جګړې اعلان وکړ.
د طالبانو دغې مخالفې ډلې د نهې- سه شنبې په ورځ په دري ژبه پر خپل ټویټر تفصیلي اعلامیه خپره کړې او وایي چې له طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ غړي وژل شوي دي.
«د افغانستان د خپلواکۍ جبهه» وایي په وژل شویو کسانو کې یې کمانډر بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامیاني، صبور فاریابي او حسېن سمنګاني شامل دي:
"د هېواد وياړلي ازادي غوښتونکي په جنوبي سالنګ کې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې شهيدان شول. زموږ ګڼ شمېر جنګیالي خوندي سیمو ته رسېدلي دي خو د جنرل اکمل امیر په ګډون د ځینو کسانو برخلیک تر اوسه معلوم نه دی".
خو د دې ډلې ویاند نصرت الله فاتح منلې ده چې اکمل امیر هم له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. فاتح بي بي سي ته ویلي، جګړه د نهې- سه شنبې په سهار ختمه شوې چې د اکمل امیر او جنرل بصیر اندرابي په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت دعوه کوي چې له وژل شویو کسانو یې په دغو عملياتو کې یو راکټ، څلور کلاشينکوفونه، د شپې وخت د ليدلو دوربین او یوه اندازه نوره وسله هم تر لاسه کړې ده:
"د اسلامي امارت [طالبانو] مجاهدین به هيڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنکړی چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي".
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کسانو د کمانډر اکمل امیر او کمانډر بصیر اندرابي پر وژنه خواشیني ښکاره کړې ده. د افغانستان په تېر حکومت کې پوځي جنرل سمیع سادات پر ټویټر د دغو کسانو پر وژنه خواشیني ښکاره کړې ده.
سمیع سادات تایید کړې ده چې کرنل امیر او کرنل اندرابي له خپلو اتو ملګرو سره وژل شوي دي:
"د هیواد لپاره د یو پوځي مړینه د زړورتیا کار دی. د طالبانو وحشت موږ ته بله لاره نه ده را پرېیښې بې له دې چې د ازادۍ لپاره وجنګېږو".
اکمل امیر د افغانستان په تېر حکومت کې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو افسر هم پاته شوی او کله چې طالبان د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول هغه پنجشېر ته لاړ او د طالبانو خلاف یې جګړه پیل کړه.