لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټیټ بینک: د پاکستان حکومت تېر یو کال کې د 14 زره اؤ 900 اربو روپو ریکارډ پورونه اخستي دي


د پاکستان دولتي بینک وایي د هیواد مرکزي حکومت د یو کال په موده کې د14 زره اؤ 900 اربو روپو ریکارډ پورونه اخستي چې دا دهرې ورځې پسر د 41 اربه روپۍ جوړیږي .

خو وزیراعظم شهباز شریف ویلي کله چې هغه پروسکال اقتدار ترلاسه کړو نو دتېر حکومت د ناسمو تګلارو له امله هیواد د دیوالیه کیدو پغاړه ولاړ وؤ اؤ بیا پکې داګست په میاشت کې سیلاب وضعیت نور هم خراب کړو ځکه دهغه دحکومت په وړاندې له هري مشکلات وؤ.

اسټيټ بینک تېره ورځ پخپل رپورټ کې دهیواد په ذمه د ورپورې کورنیو اؤ بهرنیو پورونو جذیات مخې ته راوړي چې دهغې له مخې تر اپریل کال2022م پورې په پاکستان ټوله قرضه 43705 اربه روپۍ ورپورې وه خو سږکال بیا تر اپریل پورې دا قرضه 58599 اربو روپو ته لوړه شوې ده.

د پاکستان په ایکسپریس رسنۍ کې دخپور شوي رپورټ له مخې مرکزي حکومت دیو کال په موده کې د14900 اربو روپو ریکارډ قرضونه اخستي چې دا د هرې ورځې پسر 41 اربه روپۍ جوړیږي.

مرکزي بینک ویلي حکومت په یو کال کې په ملک د ورپورې ټولو قرضو 34 فیصده قرضه اخستې ده اؤ یوازې د روان کال داپریل په میاشت کې یې 1476 اربه روپۍ په پور ترلاسه کړي دي.

بینک ویلي چې په د اپریل میاشت کې دبهرنیو پورونو نه ترلاسه کیدو له امله 99 فیصدي قرضې دځایي سرچینو نه ترلاسه کړی شوي دي.

دا شمیرې ښایي چې په یو کال کې دپاکستان په ذمه ورپورې بهرنیو پورونو کې 7259 اربه (49 فیصدي) اضافې شوې ده اؤ دا 22050 اربو روپو ته رسېدلي‌ دي.

بینک وایي همدا شان په یو کلنه موده کې کورني قرضونه 7635 اربه ( 34 فیصد )فیصدي ختلي اؤ کر36549 اربو روپو ته رسیدلي دي.

په پاکستان د پورونو د سیوا شوي بار په اړه داسټيټ بینک دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ټاکل شوې ده روانه میاشت مرکزي حکومت کلیز بجټ پیش کوي خو ددغه بجټ نه وړاندې حکومت نه دی توانېدلی چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه دپور د تړون ورپاتې 1ارب اؤ 10کروړه ډالر ترلاسه کړي.

د پاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت کال2019م کې ایي ایم ایف سره د6 اربو اؤ 50 کروړو ډالرو دپور تړون لاسلیک کړی ؤ خو ددغه پیسو نه اوس هم پاکستان ته نزدې 2 اربه اؤ 70 کروړه ډالر نه دي ورکړل شوي چې د دې پیسو معیاد روانه میاشت ختمېدونکی دی.

د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورینو په کچه تړون دتېر نومبر دمیاشتې راهسې دځنډ ښکار دی اؤ پاکستان دتېرې فرورۍ دپیل راهسې ایي ایم ایف سره دیو ارب اؤ 10کروړه ډلرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې هیڅ کامیابي نه ده موندل شوې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اوړمه ورځ دترکي دولتي خبري اژانس "انادولو" سره مرکه کې هیله ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به پاکستان ایي ایم ایف سره په تړون کولو وتوانیږي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان د ایي ایم ایف ټول پیشګي یا له وړاندې اېښودل شوي شرطونه پوره کړي دي اؤ "مونږ اوس هم هیله مند یو چې دایي ایم ایف پروګرام به عملي شي"

هغه وویل "زمونږ نهمه ارزونه دټولو شرایطو اؤ ضابطو سره سمون خوري اؤ هیله ده چې روانه میاشت به مونږ ځېنې ښه خبرونه ترلاسه کړو"

هغه ویلي نن چې دده حکومت په کومو ستونزو کې راګیر دی دا ستونزې دتېرحکومت دناسمو پالیسو اؤ داګست په میاشت کې د راغلي سیلاب اؤ ګرانۍ زېږنده دي.

دشهباز شریف په وینا پاکستان اپریل کال2022م کې دیوالیه کیدو ته نزدې و ځکه چې دهغه وخت حکومت ایي ایم ایف سره دشوي تړون نه سرغړونه کړې وه اؤ معیشت دتباهۍ سره مخ ؤ.

نوموړي دعوه وکړه چې دده حکومت دپاکستان د ولس اؤ د دوستو هیوادونو په مرسته په غوره توګه دچیلنجونو نه وتلو کې بریالی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG