لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کرنسۍ ارزښت 10 روپۍ پورته شوی دی


د امریکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني کرنسۍ ارزښت په يوه ورځ کې لس روپۍ زیات شوی دی، د پېسو د بدلوونکو اتحادیه وايي نن د نهې/ سه شنبې په سهار چې بېنکونه خلاص شو د کاروبارونو په پېل کېدو سره ډالر 15 روپۍ ارزان شوی خو ماسپښين بيا د یو ډالر قيمت لس روپۍ کم وو.

اقتصاد پوهان وايي که روپۍ نوره هم په بره ځي يا په دې ځای پاتې کيږي مثبتې اغېزې به لري او ارزاني به ورسره جوړه شي خو وایي‌ دا هر څه د سياسي او امنيتي ثبات سره تړلي دي.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وي او اې ډیوه ته وويل، په انټربېنک او اوپن يا خلاص مارکیټ کې امريکايي ډالر لس روپۍ ارزان شوی دی.

نوموړي زياته کړه، دا وخت [ماسپښين درې بجې] په انټربېنک کې ډالر په 275.50 روپۍ دی او خلاص مارکیټ کې په 280 روپۍ يو ډالر دی.

د پاکستان د سرکاري بېنک [سټېټ بېنک] ترمخه، په 27 جون انټربېنک کې يو امريکايي ډالر په 285.99 روپۍ وو.

د پراچه په خبره، د ډالر ارزانېدو ښکاره علت د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د تړون کېدل دي.

هغه وویل که حالات داسې روان وو نور راتلونکې کې به د روپۍ قدر نور سېوا شي او د نوموړی په خبره نن د پاکستان د اقتصاد دپاره يوه خوشبينه ورځ ده ځکه ډالر دومره ارزان شو.

په 30 جون د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره د درې اربه ډالرو دپاره د سټاف لېول تړون شوی، په 12 جولايۍ به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.

د جمعې په ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار او نورو وزیرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته نوموړي ويلي وو، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای اېګريمنټ شوی دی".

د ډالر ارزانېدو ګټې به څه وي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې اقتصاد پوهه جرنلسټ طاهر امين وايي، د ډالر ارزانېدو ډېر مثبت اثرات دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان په درامداتو يا وارداتو به یې مثبت اثر کيږی لکه پاکستان د بهر هېوادونو نه تېل او نور خام مال راغواړي چې ډالر ارزانيږي، بهرني مالونه به ارزان پرېووځي او د هغې اثر به په ځايي مارکيټ وي دلته به ورسره څيزونه ارزان شي مجموعي ارزاني ورسره جوړيږي.

ايا ډالر به نور ارزان شي يا په دې ځای به پاتې شي؟ نوموړی وايي اوس چې کوم حساب چليږي نو په روان کال کې ښکاري یو ډالر به خواوشا په 284 روپۍ وي خو دا هر څه د مارکيټ د ثبات سره تعلق ساتي، که په ملک کې سياسي او امنيتي ثبات راځي او اقتصاد ورسره يو څه شي نو خواوشا يو ډالر به د 270 روپو نه تر 280 روپو پورې وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG