لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سټېټ بېنک وایي حکومت په 11 میاشتو کې ریکارډ قرضې اخستې دي


دپاکستان سټېټ بېنک وایي د هیواد مرکزي حکومت د مالي کال 23م-2022م د وړومبیو 11 میاشتو په مهال 11زرو اؤ 130اربو رپو پورونه اخستي دي.

د دولتي بینک په تازه رپورټ کې ویل شوی چې دا وخت د حکومت لخوا د اخستل شوؤ ټولو پورونو کچه 58زره اؤ 962اربو روپو ته رسېدلې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې سیمه ییزو پورونو کې د5968 اربو اؤ بهرنیو پورونو کې د 5161 اربو روپو اضافه شوې ده.

د سټېټ بېنک دې رپورټ ته خپل غبرګون کې د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف وتلی مشر اؤ پخوانی مرکزي وزیر حماد اظهر وایي د پي‌ ډي ایم حکومت د پاکستان د کلیزو پورونو ټول ریکارډونه مات کړي دي اؤ په 75ؤ کالو کې چې د هیواد پورونه 70 فیصدي ختلي وؤ اوس یوازې په 11ؤ میاشتو کې کې 30فیصدي سیوا شوي دي.

د سټېټ بېنک شمیرې ښکاره کوي چې مرکزي حکومت د مالي کال 23م-2022م په وړومبیو 11 میاشتو کې د ورځې په حساب سره د33 اربو اؤ 89 کروړو روپو پورونه اخستي دي اؤ داسې یې په هر یو ساعت کې یو ارب، 40کروړه اؤ 95 لکه روپۍ په پور ترلاسه کړي دي.

رپورټ وایي چې د کال 2023م د مې میاشتې په پای کې د سیمه ییزو قرضونو بار37زره اؤ 54 اربو روپو ته سیوا شوی دی اؤ دغسې غیرملکي قرضونه 21زره اؤ 908اربو روپو ته رسیدلي دي.

رپورټ کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې د قرضونو د بار سیوا کیدو یوه مهمه وجه د پاکستاني روپۍ ارزښت کې کمی دی ځکه چې د روپۍ د ارزښت غورځېدو سره د پاکستان د کلهمو یا ټولټال پورونو پیسې 40فیصدي سیوا شوي دي.

رپورټ وایي د 11 میاشتو په مهال د مرکزي حکومت د اوږدې مودې د پورونو کچه د 24 زرو اؤ 188 اربو نه 29 زرو اؤ 481 اربو ته لوړه شوې ده.

همدا شان د مرکزي حکومت په ضمانت د جاري شوؤ بانډونو د لارې د اخستل شوؤ پورونو کچه د 19 زرو اؤ 991 اربو روپو نه ختلې اؤ 25 زرو اؤ 302 اربو روپو ته رسېدلې ده.

د پرایز بانډونو په ذریعه د اخستل شوؤ قرضونو مالیت د 374.6 اربو روپو نه 382.6اربو روبو ته لوړ شوی دی.

رپورټ وایي د مرکزي حکومت له لوري غیرملکي کرنسۍ کې د ترلاسه کړی شوؤ پورونو مالیت د 8.7 اربو روپو نه 383.1 اربو روپو ته ختلی دی اؤ د لنډې مودې د قرضونو مالیت د6زره اؤ 804 اربو روپو نه 7433 اربو روپو ته اوښتی دی.

د ستېټ بېنک شمیرې ښایي چې د یوولسو میاشتو موده کې د بهرنیو پورونو کچه د 16زره اؤ‌ 747 اربو روپو نه 21زره اؤ 908.2اربو روپو ته لوړه شوې ده.

د عمران خان په تېر حکومت کې پخواني مرکزي وزیر اؤ د تحریک انصاف ګوند د پنجاب صوبې عمومي سکتر حماد اظهر په ټویټر لیکلي د پاکستان کورنۍ اؤ‌ بهرنۍ قرضې یوازې په 11 میاشتو کې 23 فیصدي ختلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG