واشنګټن – په پاکستان کې د باران او سیلاب له کبله نن ۱۲ تنه مړه شوي چې ورسره د پشکال بارانونو له کبله په تېرو دوو اونیو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۵ ته رسیدلی.
نن د باران له کبله دولس مړه شوو کسانو کې ۸ ماشومان دي.
دغه ماشومان د پښتونخوا په شانګله ضلع کې د کمرو خویدو په نتیچه کې مړه شوي.
د ژغورنې کارکونکي د خاورو پورته کولو کې اخته ده چرته چې ویره ده نور ماشومان هم لاندې ګیر پاتې دي.
د پنجاب په لاهور ښار کې په ریکارډ کچه باران شوی چې له کبله يي لارې کوڅې د اوبو ډکې شوي.
دغه ښار کې د شورو/چارشنبې له ورځې د چتونو د غورځېدو او د بجلۍ د تارونو له پرې کېدو څخه ۱۹ کسانو ژوند بایللی.
د موسمیاتو ادارې د نورو بارانونو وړاندوینه کړې.
د پنجاب صوبې تیر کال سیلاب ځپلو سیمو کې په جهلم او چناب سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او د قدرتي افتونو په وخت د مرستو ادارې ته د بیداره اوسیدو امر شوی.
درانه بارانونه په داسې وخت پاکستان ته ستانه شوي چې تیر کال يي د هیواد دریمه برخه په سیلابونو کې لاهو شوې وه چې فصلونو، څارویو او ودانیو ته پکې زیانونه اوړیدلي وو.
په دغو سیلابونو کې ۱۷۳۹ کسان مړه شوي وو.
د پاکستان حکومت د دعوو ترمخه هیواد ته يي تیر کال سیلابونو ۳۰ اربه ډالرو زیان اړولی و.