لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې ځايي علماو او منتخب استازو په ودونو کې د موسیقۍ او نڅا په پروګرامونو بندیز لګولی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې ځايي علماو او ځايي منتخب استازو پرېکړه کړې، په کومو ودونو کې د موسيقۍ او نرښځيانو محفلونه جوړيږي دوی به د واده نکاح نه کوي، جنازه به یې نه کوي. خو پوهان وايي داسې پرېکړې کول يا قوانين جوړول د رياست کار دی په خپل سر داسې پرېکړې کول د رياست په عملدارۍ پوښتنې راولاړيږي.

پرون د جمعې په ورځ د خېبر په لنډي کوتل ذخه خېلو کې شوې ياده پرېکړه د 20 نه زياتو کسانو لاسليک کړې ده.

په پرېکړه کې ویل شوي په داسې "ودونو کې به ګډون نه کوي په کومو کې د موسيقۍ او نڅا پروګرام وي او که څوک سرغړونه کوي نو د يادې کورنۍ د مړي جنازه به نه کوي، خلک په دغه واده کې د ګډون نه منع کولو هڅه کوي، د کورنۍ سره به د مينې تعلق نه ساتي او هوايي ډزو به بنديز وي".

په پرېکړه لاسليک کوونکي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مفتي عصمت الرحمان وي او اې ډيوه ته وويل، دوی په خواوشا اووه اته کلوميټره علاقه کې د مختلف مکاتب فکر سره تعلق لرونکو علماو د ډېرې مودې نه په دې خبره مشورې کولې، بيا پرون دوی ځايي علما، او منتخب استازي راټول شوي په شريکه یې يادې پرېکړې کړي دي.

هغه وویل، په ياده "ناسته کې ځايي انتظاميې ته بلنه ورکړی شوې خو انتظاميې پکې ګډون نه دی کړی".

وي او اې ډيوه د خېبر ضلعې د انتظاميې سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

مفتي عصمت الرحمان وويل، دوی "په ودونو کې د موسيقۍ او نرښځيانو د ګډا او هوايي ډزو په مخنيوي د سختو ګامونو اخستو پرېکړه کړې" خو پرېکړه دوی کړې او عمل پرې انتظاميه کوي او دوی به دغه پرېکړې د انتظاميې سره شريکوي.

قانون پوهه اکبر هوتي وايي، خېبر اوس قبايلي سيمه هم نه ده پاتې د پاکستان ايين او قانون په دغو سيمو کې عملي دی او د "پاکستان په ايين کې دا خبره واضحه ده هغه قوانين چې هغه د قران او سنتو ضد وي هغه به په مکمله نه منل کيږي، خو اوس د خېبر په پرېکړه کې چې د نرښځيانو کومه خبره شوې ده نو د نرښځيانو د حقونو دپاره رسمي قانون جوړ دی".

هغه وويل که "په داسې هلو ځلو بنديز لګي کوم ته اييني تحفظ حاصل وي نو دا بيا پوښتنې راولاړوي، بله دا چې خلکو ته د ساعت د پروګرامونو حق حاصل دی خو هغه هلې ځلې چې د کلتور او سيمې د اقدارو ضد وي، بيا به هم دغه پرېکړه ځايي خلک يا جرګه نه کوي، پکار ده چې ځايي انتظاميه خبر کړی شي چې غېر اخلاقي کارونه کيږي خو که څوک بيا په خپله پرېکړه کوي نو دا په رياستي عملدارۍ سوالونه راپورته کوي".

د ذخه خېلو يو منتخب استازی عزيزالله اپریدی چې پرېکړه یې لاسليک کړې، وايي په اختر کې ډېرې هوايي ډزې شوي بيا د "ډمانو پروګرام به په ټولنيزو رسنيو خپرول کېده، عالمان پرې خفه کېده او غبرګون یې ورته وويلو".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، هغه "د خپلې علاقې په استازيتوب په دغه پرېکړه کې ناسته کړې ده او هغه به د خپلې علاقې سره ځي او د جرمونو مخنيوي به کوي" او زياته یې کړه "زه د دغه پرېکړې د ځينو خبرو سره متفق نه يم، دلته انتظاميه او حکومت دی هغه به اقدامات کوي، مونږ به په دې د انتظاميې سره خبرې کوو".

يو ځايي خبريال قاضي فضل الله وايي، په قبايلي سیمو کې په موسيقۍ مطلق بنديز نشته، وړاندې به هم پروګرامونه کېده او اوس هم کيږي "خو اوس د لرې علاقو نه نرښځيان راځي پروګرامونو ته، او په دغو پروګرامو کې بيا نشه يي توکي ډېر کارول کيږي ځکه دغه پرېکړه شوې ده".

خو د علماو او منتخب استازو په پرېکړه کې د نشه یي توکيو د مخنيوي نه دي ویل شوي.

نوموړي وويل، "نه ګڼي چې دغه سيمه د افغانستان سره په پوله پرته ده په افغانستان کې د واکمنو طالبانو اثر وي پرې"، ځکه د نوموړي په وينا "د 2005 نه تر 2015 پورې په ياده سيمه د طالبانو سخت وخت تېر شوی دی، اوس هم په قبايلي سیمو کې امنيتي وضع ښه نه ده. ځايي خلکو په خپله بنديز لګولی دی، که د افغانستان د طالبانو اثر وی بيا دلته د ټي ټي پي ډېر اثر رسوخ پېدا شوی دی چې د هغو د ويرې بنديز لګول شوی وی".

پېښور پوهنتون کې د صنفي زده کړو د څانګې استاد ډاکټر دروېش اپريدی وايي، "د رياست خپل قوانين او نظام دی که ټولنه په خپله قانون جوړوي او عملي کوي نو بيا به د رياست څه جواز وي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په ښه يا بد نوم کومه پرېکړه يا قانون راجوړول د رياست کار دی، پکار ده چې د انسان د حق دپاره غږ پورته شي، ریاست دې چېلنج نه شي".

تېره میاشت د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې يوې ځايي جرګې د جينۍ دپاره د واده په سامان يا جهېز د بندېز پرېکړه کړې وه، په هغې جرګه هم پوښتنې راولاړې شوې چې د ښځو يا خور، لور د حق يا په جايداد کې د برخې دپاره نه څوک جرګه کوي او نه غږ پورته کوي خو خلک خپله راپاڅي، په خپل سر پرېکړې کوي او بندېزونه لګوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG