لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرمه کې د ځمکې پرسر جګړه روانه ده، څلور تنه پکې وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي


د خیبر پښتونخوا په کرمه قبایلي ضلع کې د ځمکې د ملکيت په سر شخړه کې د د دوو قبیلو ترمینځ جګړه روانه ده او چارواکي وایي، په دې نښته کې څلور تنه وژل شوي او نېږدې 30 تنه ژوبل شوي دي.

بل لور ته په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښه شوې چې پکې د ملي جمهوري ګوند فعال او د سرکاري سکول استاذ وژل شوی.

په شمالي وزیرستان کې روانه اونۍ د هدفي وژنې دا څلورمه پېښه ده چې پکې څلور کسان وژل شوي دي.

د کرمې پولیس دا پېښه تایيدوي او وایي دا ماښام پاړه چنار سره 10 کلومیتره لرې لودیز ډنډر او بوشهره سیمو کې شوې ده.

د کرمې قبایلي ضلعې پولیسو مشر محمد عمران دفتر چارواکو وویل، د پېښې ځایی ته په ګڼ شمیر پولیس او نور امنیتي عسکر رسېدلي او د ځایي مشرانو له لارې د دوی ترمینځ خبرې پیل شوې دي.

یو ځایي خبریال ناصر حسین وایي، د پرون راهېسې دا جګړه پیل شوې چې د دواړو خواو ترمینځ پکې درنه او سپکه وسله کارول کیږي.

هغه وویل د چاودنو غږونو تر لرې ځایه اوریدل کیږي او په خلکو کې سخته ویره خپره شوې ده.

د پاړه چنار روغتون چارواکي وایي د څلورو کسانو مړي او 17 ژوبل ورته رسول شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

د پولیسو په وینا دوه، دوه کسان له دواړ خواوو څخه ویشتل شوي او 30 نور ژوبل شوي چې په علاقه کې د پاړه چنار، سده او ایف سي ځواک روغتنونو ته وړل شوي دي.

د دفتر چارواکو وویل که د دوی ترمینځ خبرې ناکامه کیږي بیا یې پرضد کاروایي کوي.

خبریال ناصر حسین وایي، د دغه دواړو قبیلو ترمینځ له دې نه وړاندې د ځمکې د شامیلاتو په سر جګړې شوې خو هغه وخت دې ته سني شعیه نوم ورکړل شوی چې پکې بیا وروسته په سلګونو کسان وژل شوي.

خو د بر کرمې مرستیال کمیشنر حفیظ الله وایي، چې دا پېښه د ځمکې په سر شوې

هغه وایی د دواړو قبیلو ترمینځ د ځایي مشرانو د لارې اوربند کړۍ او د امن تیږه ایښودل شوې چې دوی ته د حکومتي چارواکو مرسته ترلاسه وه.

د هغه وینا ده ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې اخېستې او حالات په قابو کې دي.

په خېبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ځمکو د شخړو په سر دغسې نښتې شوي چې تر دې مهاله پکې په سلګونو کسان وژل شوي.

په 2021 کال کې هم په کرمه قبایلي ضلعه کې د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر د شخړې له امله ډزو کې اته کسان وژل شوي وو او 15تنه نور ژوبل شوي وو.

قبايلي ضلعې په کال 2018م کې د خېبرپښتونخوا برخه جوړې کړی شوي خو د سيمې خلک وايي د پخوانۍ فاټا په صوبه کې شاملېدو نه پرته په دغه سيمه کې بل داسې يو ګام نه دی پورته کړی شوی چې په سيمه کې ترې ښکاره بدلون راغلی وي.

بلور لور ته په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښېه شوې چې پکې یو د سکول استاذ او د ملي جمهوري ګوند فعال وزل شوی.

پولیس وایي عتیق رحمان نومي تن د میرانشاه په تپیی سیمه نن سهار نامالومه کسانو په هدف کړی.

د میرانشاه تاڼې چارواکي وایي کورنۍ په چا دعویداري نه ده کړې او مقدمه یې د نامالوم خلاف درج کړې او پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي پېښو په روانه اونۍ کې دا څلورمه پېښه ده چې پکې دوه ځایي مشران او دوه سیاسي فعالان وژل شوي دي.

د ملي جمهوری ګوند د صوبې مشرې بشره ګوهر د هغه وژنه غندلۍ او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې.

هغه ویلی ریاستي ادارې خلکو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوې دي او د ناامنۍ په پېښو کې اضافه لیدل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG