لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: وسله وال بريد کې پولیس افسر سخت ژوبل شوی


ډي اېس پي فاروق زمان
ډي اېس پي فاروق زمان

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د شپې ناوخته د پولیسو افسر [ډي اېس پي] په ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړي پوليس افسر سخت ژوبل شوی دی.

د مردان پوليسو ويلي، د مردان د کاټلنګ سيمې ډي اېس پي فاروق زمان د شپې د غونډو په علاقه کې د ګشت په ډيوټۍ وو، په ګاډي یې ډزې شوي او هغه پکې ژوبل شوی دی.

ژوبل پوليس افسر د شپې د مردان مېډېکل کمپلکس روغتون ته وړل شوی وو.

د خېبرپښتونخوا پولیسو د ژوبل ډي اېس پي دپاره د [بي نېګېټيو] وينه غوښته وه.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې. خو له دې وړاندې په وروستيو کې په پوليسو د اکثرو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

پولیس چارواکو ويلي، د پېښې پلټنې او د لټون عمليات یې پېل کړي دي.

درې ورځې وړاندې د خېبر په تيرا سیمه کې يو پوليس اهلکار نامعلومه کسانو تښتولی او بیا یې جسد ترلاسه شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان د پوليس وژلو زمه واري منلې وه.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی، د پوليس شمېرو ترمخه په درېو مياشتو کې په 25 بريدونو کې 125 پوليس اهکار وژل شوي او 212 ټپيان شوي وو.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG