لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبډلې د هند په نړيوال جام کې ګډون دپاره کميټي جوړه شوې


د پاکستان کرکټ لوبډلې په هند کې د راتلونکي يو ورځني نړيوال جام 2023 په سياليو کې د ګډون په معامله د پاکستان وزيراعظم د لوړې کچې کميټي جوړه کړې ده. کميټي به وزيراعظم ته سپارښتنې کوي او د هغې وروسته به هند ته د لوبډلې د لېږلو پرېکړه کېږي.

پاکستاني مطبوعاتو ویلي، حکومتي وزیرانو ورته د کمېټۍ جوړول تاييد کړي دي، خو د پاکستان سرکاري ميډيا يا وزيرانو په رسمي ډول د کمېټۍ جوړولو څه نه دي ویلي.

د پاکستان کرکټ بورډ روانه اوونۍ وزيراعظم، د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو ته خط استولی او ترې غوښتي يې وو لوبډلې ته دې په هند کې د نړیوال جام په سياليو کې د لوبېدو دپاره اجازه ورکړي.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، وزيراعظم شهباز شریف د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري په مشرۍ او د وزیراعظم د ځانګړي سلاکار طارق فاطمي په رابطه کارۍ کې د لوړې کچې کميټي جوړه کړې ده.

ويل شوي په کمېټۍ کې د کورنيو چارو ، قانون او اطلاعاتو د وزيرانو سره نور وزيران او سيکرټريان شامل کړی شوي دي.

ياده کميټي به هند ته د پاکستان د کرکټ لوبډلې معامله ګوري او وزيراعظم ته به په دغه اړوند سپارښتنې کوي او وروستۍ فېصله به وزيراعظم کوي.

د کرکټ نړيوالې شورا [آی سي سي] په 27 جون د راتلونکي يو ورځني نړیوال جام 2023 د سياليو نېټې اعلان کړې وې يادې سيالۍ به په هند کې کيږي.

د نړيوال جام سیالۍ به په پينځم اکتوبر پېل کيږي او فاينل يا پایلوبه به په 19 نومبر د هند په احمد اباد ښار کې وي.

پاکستان به د هند د لوبډلې سره په 15 اکتوبر په احمد اباد کې مخامخ کيږي.

د 2019م نړيوال جام انګلېنډ ګټلی وو.

د کرکټ يو ورځني نړيوال جام سیالۍ په 1975 کې پېل شوي تراوسه 12 ځله د نړيوال جام سيالۍ شوي، پاکستان يواځې يو ځل په 1992 کې نړيوال جام ګټلی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG