لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د جمعیت علماء اسلام غونډه کې بمي چاودنه - 40 کسان وژل شوي،تر50ؤ زیات ژوبل


د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر فیض الجمال کاکاخیل مطبوعاتو ته منلې ده چې د اتوار/یکشنبې په ورځ د جمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې شوې بمي چاودنه کې 40 کسان وژل شوي اؤ تر50و زیات نور ژوبل شوي دي.

بیلابیلو رسنیو ته د اطلاعاتو وزیر ویلي په پېښه کې ژوبل شوؤ کسانو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی چې هغوي دعلاج لپاره پوځي هیلي کاپټرو کې د پېښور هسپتالونو ته رارسول کیږي.

هغه ویلي چې دې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام دخار تحصیل امیر مولانا ضیاء الرحمان هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم یو بیان جاري کړی او د جمعیت علمآ اسلام-ف په ډلې نننۍ چاودنه یې غندلې ده. د افغان طالبانو په بیان کې دا هم ویلی شوي چې "‏دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ (جائز) نه دي."

د اطلاعاتو وزیر وایي دباجوړ، تیمرګرې اؤ‌ پېښور په هسپتالونو کې بیړنی وضعیت پرځای کړل شوی اؤ وزیر اعلا مرستندویه ادارو اؤ اړوند چارواکو ته د چټک مرستو امر کړی دی.

هغه وویل دا چاودنه د اتوار/یکشنبې په ورځ د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام د پلویانو په یوه غونډه کې شوې ده کومه چې په خار کې کیده.

د بیړني وضعیت په اړه د باجوړ ضلعي افسر رسنیو ته ویلي‌ پېښه کې ژوبل شوي تر 50و زیات کسان د علاج لپاره د تیمرګرې اؤ پېښور هسپتالونو ته وړل کیږي خو هغه وایي چې په ژوبلو کې هم د یو شمیر کسانو حالت مرګونی دی.

د سیمې څخه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه یې په ګیره کې اخستې ده.

وي او ای ډیوه د پېښې د جزییاتو معلومولو لپاره د باجوړ د پولیسو ضلعي افسر یا ډي پي‌ او نزیر خان سره د رابطې هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

دمرستندویه ادارې 1122 ویاند ویلي چې دغې ادارې تر 50 زیات زخمیان هسپتالو ته رسولي

په سمدستي توګه ددې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند څومره مشران یا فعالین وژل شوي هغې کې د زیاترو د وژنو پړه وسله والې ډلې داعش په غاړه اخستې ده.

په سمدستي توګه لا چارواکو څه نه دي ویلي چې دا ځانمرګي برید ؤ که بمي چاودنه وه؟

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر باجوړ کې په شوې چاودنه افسوس ښکاره کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې د وزیراعظم اؤ دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا نه غوښتنه کړې ده چې د پېښې دبشپړه پلټنو امر وکړي.

هغه د خپل ګوند په پلویانو غږ کړی چې دصبر نه کار واخلي اؤ‌ هسپتالونو کې باید ژوبلو کسانو ته د وینو ورکولو لپاره ځانونه ورسوي.

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري، دجمعیت اسلامي ګوند مشر ، سراج الحق،‌دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان اؤ دبیلابیلو ګوندونو مشرانو دباجوړ په چاودنه خفګان ښکاره کړی اؤ دترهګرۍ دا بدترینه پېښه یې غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ چې خیبر پښتونخوا کې ترهګري یو واري بیا سر راپورته کوي خو امنیتي ځواکونه د ترهګرو نوغي ویستو ته چمتو ولاړ دي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند وتلي مشر حافظ حمدالله په دې برید دافسوس څرګندونه کړې ده اؤ‌ پخپل یو بیان کې یې پوښتنه کړې ده چې امنیتي ځواکونه چرته دي اؤ د امنیت چرته دی؟

هغه ویلي تر دې وړاندې هم نزدې وختونو کې دجمعیت علماء اسلام ګڼ شمیر مشران اؤ فعالین په نخښه کړل شوي اؤ‌ حکومت باید ددې چاودنې عاجلې پلټنې وکړي.

د پولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG