لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مبینه"سایفر" متن د عمران خان پرضد د امریکې غصه څرګندوي


د امریکې خبري ویب پاڼې دي انټر سیپټ دعوه کړې ده چې د هغه سایفر نقل یې ترلاسه کړی دی چې ذکر یې د پاکستان سیاست کې د تیر یو نیم کال راهسې روان دی.

د امریکې د بهرنیو چارو محکمې د دې مبینه سایفر د سم یا ناسم د تصدیق اؤ تردید نه انکار کړی اؤ وایي "مونږ په شخصي ډپلوماټیکي تبادلو تبصره نه کوو"

دي انټرسیپټ وایي هغوي ته د سایفر دا کاغذ د پاکستاني پوځ یوې نامعلومې سرچینې ورکړی اؤ یادې خبري ادارې ددې متن پخپله ویب پاڼه هم خپور کړی دی.

د پاکستان پوځ په سمدستي توګه په دې اړوند خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

په اپریل 2021م کې چې د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک د لارې ختم کړی شو نو تر هغې ورووسته عمران خان دعوه کړې وه چې حکومت یې د امریکې په فشار نسکور کړل شوی دی.

سایفر کې څه دي؟

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې انټرسیپټ چې پخپله ویب پاڼه د سایفر کوم متن خپور کړی د هغې له مخې په هغه وخت کې دپاکستان سفیر اسد مجید خپل حکومت ته لیکلي وؤ چې د مرکزي اؤ جنوبي اسیا لپاره دامریکې مرستیال وزیر ډانلډ لو سفیر سره په لیدنه کې ویلي وؤ" امریکا اؤ اروپا کې خلک د اوکراین د شخړې په اړه دپاکستان د جارحانه بې پلوۍ په دریځ حیران دي"

د دغه مبینه سایفر له مخې پاکستاني سفیر لیکلي ، هغه ته ډانلډ لو ویلي چې دامریکې د قامي امنیت د مشاور سره دهغه له شوؤ خبرو وروسته دا خبره روښانه شوې ده چې دا دریځ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان دپالیسۍ له امله دی.

د سفیر اسد مجید په دې پوښتنه چې ایا دامریکې سخت دریځ ملګرو ملتونو کې د اوکراین په اړه د قرارداد په مهال دپاکستان د غیرحاضرۍ له امله دی ؟ ډانلډ لو په څرګند ډول وویل" نا د دې وجه د عمران خان دمسکو سفر دی"

د دي انټرسیپت د رپورټ له مخې ډانلډ لو وویل" زه دا ګڼم چې که د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ تحریک کامیابیږي نو په واشنګټن کې به هر څه وبخښل شي ، ځکه چې د روس سفر ته د وزیراعظم د فیصلې په توګه کتل کیږي، په بل صورت کې زه فکر کووم چې مخکې به ډیر زیات مشکل پیدا شي"

دې خفیه پیغام کې د لیدنې له جزیاتو وروسته په هغه وخت کې د پاکستان سفیر پخپل نظر ورکولو کې څرګنده کړې ده چې "ډانلډ لو دومره سخت ډي مارش د سپینې ماڼۍ له اجازې پرته نه شو ورکولی"

سفیر لیکلي"ډانلډ لو پاکستان کې په روان سیاسي وضعیت غیر ضروري تبصره کړې ده چې په دې مونږ ته په سنجیدګۍ سره غور کول پکار دي اؤ په دې امریکې ته یو مناسب ډي مارش ورکول غواړي"

د امریکې د خارجه محکمې غبرګون :

د امریکې خارجه محکمې د انټرسیپټ له لوري دسایفر په دې دعوه دغبرګون ښودلو په مهال د وي او ای اردو خبریالي ارم عباسي ته په یو لیکلي ځواب کې ویلي "مونږ ددې دستاویز د سم یا ناسم په اړه تبصره نه شو کولی، اؤ مونږ چې په سفارتي معاملو کې کومې خبرې اترې کوؤ په هغې هم خبره نه کوؤ، او اوس هم په دې دریځ ولاړ یو"

د خارجه محکمې ویاند میتهیو ملر ویلي ، په دې سایفر کې شوؤ دعوؤ کې چرته هم دا خبره نه ده ثابت شوې چې امریکې ویلي وي دپاکستان مشري باید دچا لاسونو کې وي؟

ویاند ویلي، پاکستان کې دقیادت د بدلون په څېر داخلي فیصلو کې د امریکې د مداخلت په تورونو کې هیڅ صداقت نه شته اؤ امریکې لپاره دپاکستان پخواني سفر پخپله هم ویلي چې دا تورونه غلط وؤ .

د ویاند په خبره "دا تورنه ناسم وؤ، ناسم دي اؤ ناسم به وي"

تر دې وړاندې د امریکې خارجه محکمه کې رسنیو ته داحوال ورکولو په وخت ویاند میتهیو ملر ویلي "مونږ په شخصي توګه دپاکستان حکومت ته د خپلې اندېښنې څرګندونه کړې وه، بیخي هم هغه شان څنګه چې مونږ د عمران خان دمسکو په سفر خپله اندېښنه ښکاره کړې وه، هغه دا سفر په هم هغه ورځ کړی ؤ په کومه ورځ چې روس په اوکراین برید کړی ؤ"

په دې اړه چې ګنې اړیکې ماسکو ته دعمران خان د سفر له امله اغېزمنې شوې وې،دخارجه محکمې ویاند وویل که چرې په مبینه سایفر کې درج ټول تفیصل ته نظر واچول شي نو دهغې نه دا څرګندیږي چې د امریکې حکومت د وزیراعظم (عمران خان) له لوري دخپلو کړل شوؤ پالیسو د پریکړو په اړوند خپلې اندېښنې ښیي اؤ دا هیڅ کله په دې معنا نه دي چې ګنې دامریکې حکومت پاکستان کې د قیادت په اړوند خپله کومه ترجیح یا اولیت بیانوي.

تر دې وړاندې تېره میاشت

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان نزدې ملګري اؤ پرنسپل سیکرټري اعظم خان پخپل اعترافي بیان کې ویلي وؤ چې عمران خان د سایفر بیانیه دخپلو سیاسي ګټو لپاره جوړه کړې وه اؤ په امریکایي سایفر یا سازش کې هیڅ حقیقت نه ؤ.

امریکې تر دې وړاندې هم ځو، څو ځل د عمران له لوري په ځان لګیدلي د سازش تورونه بې اساسه بللي اؤ واضحه کړې یې ده چې واشنګټن د یو هیواد په کورنیو چارو کې هم لاسوهنه نه کوي.

عمران خان د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې اؤ د خپل حکومت له ړنګیدو نه وروسته تور لګولی ؤ چې امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید ته د امریکې دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونلډ لو په مبینه توګه ویلي وؤ چې که د عمران خان دحکومت پرضد د بې باورۍ تحریک کامیاب شي نو دا به د پاکستان په ګټه وي.

عمران خان دعوې کوي چې حکومت یې د روس اؤ اوکراین ترمنځ دجګړې په پیل کې روس سره د پاکستان د پراخه شوؤ اړیکو له امله نسکور کړی شوی دی.

(دې رپورټ کې د وی او ای اردو د رپورټ د موادو نه استفاده شوې ده)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG