لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني افغان رهبران، بې واکه د هېواد دننه او د باندې


واشنګټن – کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په کابل قبضه وکړه نو نېږدې اکثره افغان مشران د خپل سر ساتلو لپاره له هېواد څخه وتښتېدل.

ولسمشر اشرف غني له خپلې مېرمنې او نېږدې ملګرو سره په عربي متحده اماراتو کې پناه واخېستله او د خپلو دوو مرستیالانو په ګډون اکثره کابینه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ګډه شوه.

غني له هېواد نه وتلو درې ورځې وروسته په یوې ویډیو کې وویل، چې له هېواد نه وتل یې یې ښايي یواځینۍ لاره وه چې دی پرې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په برخلیک اخته نه شي.

ښاغلی نجیب په ظاهره د طالبانو لخوا په ۱۹۹۶ کال کې شکنجه او وژل شوی و.

غني وویل، "که زه پاتې شوی وم، نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا د خپلو خلکو پر وړاندې وژل شوی وای."

دا چې طالبانو به له غني سره څه کړي و او که نه خو ویاند زبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي، دغې ډلې د غني په ګډون هیچا ته د ضرر رسولو اراده نه درلوده.

دا خبره په بشپړه توګه حقیقت نه لري. ملګروملتونو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلی، چې طالبانو پر واک له قبضې راهیسې د پخواني افغان حکومت په سلګونو وسلوال وژلي، شکنجه کړي او بندي کړي دي خو طالبان دا ادعا نه مني.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو د پخواني حکومت ۲۰۰ امنیتي کسان وژلي دي:

خو ځینو پخواني مشرانو په هېواد کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې او په دې توانیدلي چې په سیاسي توګه هم تر یو بریده فعاله پاتې شي.

طالبانو په ظاهره خپلو ټولو پخوانیو دوښمنانو ته بخښنه اعلان کړې.‌

حامد کرزی چې په ډیموکراټه توګه د افغانستان لومړنی ټاکل شوی ولسمشر دی او په ۲۰۱۲ کال کې یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سټراټېژیک تړون سند لاسلیک کړی د طالبانو له قبضې څو ورځې وروسته په فیسبوک خپله ویډیو خپره کړه.

کرزي په دري ژبه په داسې حال کې چې له خپلو دریو وړو لوڼو سره و وویل، "د کابل ګرانو اوسېدونکو! زه دا وایم چې زما کورنۍ، زما لوڼې او زه، دلته له تاسو سره یو."

دې ته ورته پخواني اجرایوي او د بهرنیو چارو ریس عبدالله عبدالله له طالبانو سره د مخالفت د تاریخچې سره سره په کابل کې اوسېدل غوره وګڼل.

پخواني افغان وزیر عمر زاخېلوال امریکا غږ ته وویل، "په خپله مې د حکومت له ړنګېدو څخه لس ورځې مخکې پخواني ولسمشر کرزي ته وویل، چې که یو ورځ هغه له خوبه ویښ شي او وویني چې طالبانو کابل نیولی نو څه پلان به ولري؟"

"هغه وویل، چې دی به یې په اړه فکر وکړي او په دې به پوه شي چې ده او کورنۍ ته به یې ښايي زیات خطر وي په ځانګړي ډول په لومړیو وختونو کې خو دی او کورنۍ به یې په هیڅ ډول شرایطو کې له کابل څخه و نه وځي."

بې اغیزې او بې ازادۍ:

د افغانستان دننه د کرزي او عبدالله په څېر رهبران فعال ښکاري، له خلکو، ډپلوماټانو او مرستندویه کارکونکو سره ویني.

په خپلو ټولنیزو رسنیو باندې دوی په ډېر احتیاط سره له طالبانو غوښتنه کوي چې د جونو لپاره منځني ښونځي بېرته پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي خو په طالبانو باندې نېغ په نېغه نیوکې نه کوي.

خو هغه څه چې په تېرو دوو کلونو کې ثابت شول هغه دا دي چې پخواني‌ رهبران که د هېواد دننه او یا د باندې دي د طالبانو په پالیسو باندې کوم څرګند اغیز نه لري.

د ولسمشر غني یو پخواني ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، "هغه چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پاتې دي، هغوی د طالبانو په وړاندې هیڅ اغیز او ازادي نه لري."

خو له افغانستان څخه د باندې ولسمشر غني او نور چارواکي په ټولنیزو رسنیو باندې په طالبانو باندې زیاتې نیوکې کوي.

صدیقي وویل، "که جلا وطني سیاستوال د افغانستان لپاره یو سیاسي حل راوباسي او د افغانستان په ګټه په ګډه کار وکړي نو سم ښکاري."

خو دا څرګنده نه ده چې دغه جلا وطني رهبران به له طالبانو سره کوم ډول سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي په ځانګړي ډول اوس چې هیڅ کوم امتیاز هم نه لري.

نادر نادري چې له طالبانو سره د مذاکراتو د ډلې یو غړی او پخوانی چارواکی دی امریکا غږ ته وویل، "تاریخ به د هغو په وړاندې سخت قضاوت وکړي چاچې هېواد پریښی دی."

نادري چې اوس د امریکا په څیړنیز مرکز ویلسن سنټر کې څېړنه کوي وايي، زیات افغانان د کرزي، عبدالله او نورو هغو پخوانیو مشرانو قدرداني کوي چې په افغانستان کې پاتې شوي.

هغه وویل، "کله چې وخت سخت وي نو رهبران له خپلو خلکو سره پاتې کېږي."

د تکړه افغانانو وتل هېواد ژوبلوي:

د دغو اندېښنو له امله چې طالبان به هغه افغانان په نخښه کړي چاچې امریکا او افغان حکومتونو ته کار کړی، امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه تر ۱۲۰۰۰۰ زیات افغانان له کابله وویستل.

په دغې ډله کې افغان وکیلان، وزیران، خبریالان او د بشري حقونو فعالان وو.‌

په تېرو دوو کلونو کې امریکا، کاناډا او ځینو اروپايي هېوادونو له خطر سره مخ په لسګونو زره نور افغانان هم له افغانستان ته ویستلي دي.

سختې غریبۍ او د طالبانو سخت چلند هم ګڼ نور افغانان مجبوره کړي چې ترکیې، ایران، پاکستان او نورو ځایونو ته کډه شي.‌

زاخېلوال وویل، له هېواده د داسې کسانو وتل چې اکثره یې لوستي هم دي افغانستان ته سخت زیان رسوي.

"افغانستان به هغه وخت غوره و که چېرې نه یواځې سیاسي رهبران بلکه په لسګونو زره هغه افغانان چې اکثره یې لوستي وو او لویدیځ ته وویستل شول چې په هېواد کې پاتې وای."

خو د ګڼو نورو لپاره بیا د طالبانو لاندې ژوند سخت دی.

پښتنه دوراني چې د افغان مېرمنو د حقونو فعاله ده په اېکس یا پخواني ټویټر باندې لیکلي، "افغانستان اوس د ښځو د ځپلو له پلو تر ټولو بد هېواد شوی."

په داسې حال کې چې طالبان په واک باندې لا نورې خپلې پنجې کلکوي د ښځو حقونو ته د درناوي او ټول ګډ حکومت په برخه کې ټولې کورنۍ او نړیوالې غوښتنې ردوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت تېره اونۍ سیاسي ګوندونه غیر قانوني وګرځول چې له امله یې خپل مخالفین یا د هېواد پرېښودلو ته اړ باسي او یا دا چې باید دغه غیر ډیموکراټیک نظام ته غاړه کېږدي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG