لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمېرې ښیي په تېر یو کال کې د پاکستان قرضې 12 زره او 430 اربه روپۍ ختلې دي


د پاکستان د سرکاري بینک شمېرې ښیي چې په پاکستان کې د تېر اتحادي اؤ موجوده نګران حکومت په یو کلنه موده کې د پاکستان قرضې 12 زره او 430 اربه روپۍ ختلې دي.

ډاڼ ورځپاڼې د پاکستان د سټېټ بېنک د شمېرو په حواله ویلي چې د وفاقي حکومت قرضونه تر نومبر کال 2023م پورې 63 زره اؤ 390 اربه روپیو ته لوړ شوي دي.

دغه شمېرې ښیي چې په وفاقي حکومت ځایي قرضه 40 زرو اؤ 956 اربه روپیو ته رسېدلې ده اؤ غیرملکي پورونه پرې بیا 22 زره اؤ 434 اربه روپو ته ختلي دي.

د مرکزي حکومت په پورونو کې دا اضافه د نومبر کال 2022 نه تر نومبر 2023م په منځومانه موده کې شوې ده.

دغه رپورټ وایي چې د روان مالي کال په وړومبیو پینځو میاشتو کې (د جولایي نه تر نومبر پورې) د وفاقي حکومت قرضونه 2 زره اربه اؤ 549 روپۍ سیوا شوي دي.

همدا شان د کال 2023م د اکتوبر دمیاشتې په مقابله کې د نومبر په میاشت کې د وفاقي حکومت په پورونو کې 907 اربه روپۍ اضافه شوې ده.

د سټېټ بینک شمیرې ښیي چې چې نومبر کال 2022م کې د وفاقي حکومت پورونه 50 زره اؤ 959 اربه روپۍ وؤ اؤ په جون کال 2023م کې د قرضونو دا بار 60 زره اؤ 841 اربه روپو ته لوړ شوی دی

تر دې وړاندې د تېر کال په پائ کې د پاکستان مرکزی بېنک ویلي وؤ ، د روان مالی کال په پېنځوؤ میاشتو کی حکومت د بېنکونو نه اووه چنده زیاتې قرضې اخیستې دي.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان حکومت د مالیاتي خسارې پوره کولو دپاره د بېنکونو نه قرضې ترلاسه کوي، د پاکستان برامدات کم او درامدات زیات دي او حکومت د خپلو لګښتونو دپاره قرضونه اخلي.

د پاکستان د ټیکسونو د مرکزی اداری ایف بی آر ددې دعوو باوجود چی د روان مالی کال 2024م په پنځوؤ مياشتو کی یې 26 کهربه او 80 اربه روپۍ مالیه راغونډه کړې ده، د پاکستان سټېټ بېنک د دسمبر په پائ کې ویلي وؤ، حکومت 35 کهربه او 85 اربه روپی د بېنکونو نه قرضی ترلاسه کړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG