لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې طالبانو درې تنان د هغوی د سیاسي فعالیت په خاطر وهلي او بندیوان کړي


په افغانستان کې واکمنو تندلارو طالبانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ دوه تنانو ته د سیاسي فعالیتونو په خاطر یې پنځلس پنځلس کاله قید سزا واوروله، او یو بل تن یې هم د سیاسي فعالیت په وجه، دېرش ځله په شلاقو (متروکو) ووهلو او بندیوان یې کړ.

په کابل کې د طالبانو حکومت چې تر اوسه په نړېواله کچه هېچا هم ندی تسلیم کړی، په ټول ملک کې سیاسي ګوندونو او سیاسي فعالیتونو باندې پابندي لګولې ده او هغه یې غیر اسلامي بللي دي.

د طالبانو سترې محکمې/سپریم کورټ ویلي چې د زیارت ورځې حکمونه په کندهار ولایت کې جاري شوي دي. په بیان کې نور تفصیل ندی ذکر شوی، خو دا یې ویلي چې یو څلورم تن ته د "اخلاقي فساد" په جرم د اتو میاشتو قید سزا واورول شوه.

د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده چې د نورو نه ګوښی دی، په کندهار کې اوسیږي او له هغه ځایه حکمونه چلوي. کندهار د طالبانو د پیدایش ځای هم ګڼلی کیږي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي چې تېر کال یې په افغانستان کې د سیاسي فعالیتونو د پابندۍ اعلان کولو، ویلي وو: "په ملک کې د سیاسي پارټیو د فعالیت دپاره هېڅ شرعي جواز نشته. دا نه د قام په مفاد دی، نه هم اولس ته یې څه قدر شته."

دا معلومه نده چې په کندهار ولایت کې د سیاسي فعالیت په سر سزا شوي کسان کوم ګوند پورې متعلق و، او نه هم ښکاره ده چې هغوی څه ډول سیاسي فعالیت کړی و.

د حکمتیار سره د طالبانو رویه:

مخکي له هغه چي د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبان واک اختیار ته ورسیږي، په افغانستان کې شاوخوا اویا (۷۰) لوی او واړه سیاسي ګوندونه موجود و چې د عدلیې وزارت کې په رسمي توګه درج شوي و. د دغو ګوندونو په ډله کې یو یې هم حزب اسلامي و چې مشر یې، ګلبدین حکمتیار اوس مهال د طالبانو د واک لاندې کابل کې شپې ورځې سبا کوي.

په دې وروستیو وختونو کې د حکمتیار سره د طالبانو چلند، په رسنیو او سوشل مېډیا کې بحثونه راپارولي و. حکمتیار ته چې د جمهوریت په دوران کې حکومت په کابل کې څه پیسې، امنیتي امکانات، کور او د کور ترڅنګ څه نور ځای ورکړی و، طالبانو هغه پیسې او امکانات ورباندې اودرول او کور یې هم ورنه واخېست.

د ښي اړخ نه: پخوانی جهادي/سیاسي مشر عبدرب الرسول سیاف (چې اوس جلاوطنه دی)، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دواړه یې کابل کې پاته دي
د ښي اړخ نه: پخوانی جهادي/سیاسي مشر عبدرب الرسول سیاف (چې اوس جلاوطنه دی)، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دواړه یې کابل کې پاته دي

د حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار، له مختلفو رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو دا رویه د خپل "سپین ږیري پلار او سیاسي مشر" ګلبدین حکمتیار سره بې احترامانه چلند وبللو.

حبیب الرحمن حکمتیار دعوه وکړه چې د حزب اسلامي مشر له پخواني حکومت سره لوظنامه درلوده، خو طالب مشرانو په جواب کې وویل چې دا لوظنامه نوره نه چلیږي، او نه هم په افغانستان کې نور سیاسي ګوندونه کوم قانوني حیثیت لري. طالبانو دا هم وویل چې ګلبدین حکمتیار سره څه بې احترامي نده شوې، بلکې هغه د دفاع وزارت په سرکاري ځمکې باندې آبادي کړې وه، او په میاشتو وخت ورکړی شوی و چې له هغه ځایه ووځي.

په عامو ځایونو کې سزاګانې:

هبت الله آخندزاده، چې طالبان ورته امیرالمومنین وایي، اوس مهال په جنګ ځپلي او غریب افغانستان کې د اسلامي شریعت د خپل سختدریځه تشریح ترمخه واک چلوي. هغه د سکول د شپږم جماعت نه پورته د جېنکو په مخ د تعلیم دروازه تړلې او ښځې یې هم په ډېرو برخو کې د کار کولو نه منعه کړې دي.

طالبانو د غلا کولو، زنا کولو او له کوره د ښځو جېنکو د تېښتې په شان تورونو باندې چې ورته "اخلاقي فساد" وایي، تر اوسه په سلهاوو نارینه او ښځې د ننداره چیانو په وړاندې په سټېډیمونو کې په متروکو یا دُرو وهلي ډي. څو تنان یې هم د عوامو د سترګو مخې ته د قتل په تورونو وژلي دي.

تېره میاشت د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده وویل، هغه کلک عزم لري چې په ټول افغانستان کې د اسلامي شریعت عدالتي نظام عملي کړي، په شمول د دې چې ښځې به د زنا کولو په جرم سنګسار کیږي. ملګرو ملتونو د هبت الله آخندزاده دا اعلان تشویشناک وبللو او ویې غندلو.

پس د هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی، ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو څارونکو په دوامداره توګه هغه ملک کې د بشري حقونو د خرابېدونکي حالاتو په اړه فکرمندي ښودلې او د طالبانو نه یې غوښتي دي چې په ښځو باندې لګول شوي محدودیتونه دې لېرې کړي، خو طالبانو اکثرآ دا غوښتنې، د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده او دعوه لري چې ګني بشري حقونه یې پرځای کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG