لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې له بجلۍ اؤ ګیس وروسته په نا اعلانه ډول د انټرنیټ لوډشېډنګ هم پېل شوی


د خېبر پښتونخوا صوبې د سر ښار پېښور په ګډون یو شمیر سیمو کې د تېرو څو ورځو راهسې د شپې په مهال موبايل انټرنیټ تړل کيږي، کاروباريان وايي د انټرنېټ د نشتوالي له له امله د دوي انلاین کاوبارونه خراب شوي دي.

څېړونکي نیوکه کوي چې تر دې وړاندې پاکستان کې د بجلۍ اؤ ګیس لوډشیډنګ عام ؤ خو اوس پکې د انټرنیټ لوډشیډنګ هم پیل شوی د شپې د لسو بجو نه د سهار تر شپږو بجو انټرنیټ نه وي.

زده کوونکي هم وايي چې د انټرنیټ د تړل کېدو سره د دوي زده کړې اغېزمنې شوي دي خو حکومتي چارواکو لا هم د انترنټ د تړل کېدو څه علت نه دی ښودلی.

د پېزار اؤ ډول سینګار د یوې کمپنۍ چې زیات کاروبار یې په انلاین بڼه کیږي، مشر محمد خان ډيوه سره خبرو کې وایي د هغه د کمپنۍ ان لاین کاروبار د انټر نېټ بنديدو له وجې راکم شوی دی.

ډيوه سره خبرو کې محمد خان وايي دوي هیله درلوده چې د اختر رانزدې کېدو سره به يې روزګار نور هم ښه شي خو د شپې چې انټر نېټ بندیږي نو د دوي کاروبار ورسره په ښکته تللی دی.

د هغه په خبره " روژه کې زمونږ کاروبار ښه وي، خو دا ځل روژه کې مونږ ته ډېره مسله ده، روژه کې اويا فيصده خلک د شپې ويخ وي، او سودا کوي، خو د شپې د انټر نېټ د تړل کېدو له وجې زمونږ کاروبار پنځوس فيصده خراب شوي دي"

د پېښور یو خبریال عرفان خان په ټولنیزه رسنۍ ایکس د انټرنیټ په بندیدو لیکلي، مخکې خو به خلکو د بجلۍ اؤ ګیس د لوډ شیډنګ نه سر ټکولو خو اوس پکې د انټرنیټ لوډ شیډنګ هم پیل شو.

د ډېجيټل پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې دا وخت نزدې 111 ملينونه د انټرنېټ کارونکي دي، چې د ملک د ابادۍ نزدې 45 فيصده جوړيږي، په دې کې زيات شمېر د ځوانانو دی، يو زده کوونکی اشفاق اورکزی وايي د انټر نېټ د نشتوالي له وجې د دوي د زده کړو لړۍ اغېزمنه کيږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"مونږ په دې ليکچرې ګورو، اسایمنټې کوو، د فزکس او نورو مضمونونه په يو ټيوب ګورو، ان لاین سکالرشپې پرې ګورو، نن سبا د انټر نېټ مثال د يو زده کوونکي د پاره د اکسيجن په څېر دی"

حکومتي چارواکو تر اوسه د انټرنیټ د تړل کېدو څه علت نه دی ښودلی خو پاکستان کې د موبایل کمپنیو اپریټران وایي چې دوي د حکومت په وینا د شپې د لسو بجو نه د انټرنیټ سروس بندوي.

د پېښور هايي کورټ وکيل فواد افضل د انټر نېټ د نشتوالي سبب معلومولو د پاره د پاکستان ټېلي کميونيکېشن او نورو اړونده کمپنيوخلاف عدالت ته خواست کړی دی.

ډیوه سره خبرو کې فواد افضل وایي "د پاکستان د اساسي قانون پينځويشتمه ماده دا وايي چې هر وګړی د قانون په نظر کې يو شان دی، او يو شان سلوک به ورسره کيږي، خو که يو تن ته يو شان سهولت ورکول کيږي او بل ترې محرومه ساتل کيږي نو دا د پاکستان د اساسي قانون خلاف ورزي ده، او يو انسان د خپل بنيادي بشري حقونو نه محرومه ساتل کيږي"

پېښور هايي کورټ پي ټي ای او نورو کمپنيو ته نوټسې جاري کړي او جواب يې ترې غوښتی دی، خو صوبايي حکومت يا پي ټې ای د انټر نېټ بندېدو په اړه کوم بيان نه دی جاري کړي.

پاکستان کې تولنیزه رسنۍ ايکس (پخوانی ټویټر) د اوولسمې فرورۍ نه راپديخوا بند دی، دغسې فېس بک، يو ټيوب او نورې ټولنيزې رسنۍ هم وخت په وخت تړل کيږي.

په اتمه فرورۍ د شوؤ عامو انتخاباتو په مهال هم د موبایل اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ چې په هغې په نړیواله کچه نیوکې شوي اؤ انتخاباتو کې د انټرنیټ تړل کېدو له لارې د درغلۍ تورونه لګول کیږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG