لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت په صوبه کې د هوایي ایمبولینس خدمات پېلوي اؤ هسپتالونو کې نرښځیانو ته وارډونه ځانګړي کوي


د خېبر پښتونخوا حکومت صوبه کې د ائیر یا هوایي ایمبولینس د خدماتو پېل کولو اؤ هم یې د صوبې په لویو هسپتالونو کې نرښځیانو لپاره د ځانګړو وارډونو جوړولو پرېکړه کړې ده.

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډا‌ پور په مشرۍ ترسره شوې د اوچتې پائ یوه غونډه کې وزیراعلا ګنډا پور امر کړی چې په څلورو میاشتو کې په عملي ډول د هوایي ایمبولینس د خدماتو پېل کولو لپاره دې چټک ګامونه واخستل شي.

د سرکاري اعلامیې له مخې ددې تر څنګ حکومت پرېکړه کړې ده چې د ګڼې ګوڼې په سیمو کې به په موټر سایکل د طبي بېړنیو مرستو د رسولو څانګه پرانستل کیږي.

په عین حال کې د صوبې د صحت وزارت ټولو سترو هسپتالونو کې د نرښځیانو لپاره د ځانګړو وارډونو جوړولو منظوري ورکړې ده اؤ په دې لړ کې د صحت وزارت لخوا باقاعده نوټیفیکشن یا اعلامیه هم جاري کړل شوې ده.

په پېښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره د کار کوونکي یو سازمان مشر صوبیه خان چې پخپله هم نرښځي دی، ډیوه ته وایي هغوي د ډیر وخت نه د حکومت څخه هسپټالونو کې د ځانګړو وارډونو غوښتنه لرله خو دا چې اوس یې حکومت دا غوښتنه ومنله نو نرښځیان په دې اقدام ډیر خوشحاله دي.

صوبیه خان وایي تر دې وړاندې د صوبې هسپتالونو کې نرښځیان د زیات مشکل سره مخ کېدل اؤ چې کله به ورته د هسپتال ضرورت پېښ شو نو دا فیصله به ګرانه وه چې نرښځیان باید د سړو وارډ ته یوړل شي که د ښځو اؤ وایي چې په دغه کمشکش کې به اکثره د نرښځیانو غوره علاج په هسپتالونو کې نه کېدو.

صوبیه خان وایي دا مهال په خېبر پښتونخوا کې د نرښځيانو شمیره لږ تر لږه 70 زرو ته رسیږي چې دې کې ځينې نرښځیان داسې هم دي چې د خپلو کورونو دننه ژوند کوي اؤ د نڅاه میدان ته راوتلي نه دي.

د خېبر پښتونخوا د حکومت نه وړاندې 15م مارچ په پاکستان کې د پنجاب صوبې وزیراعلا مریم نواز هم صوبه کې د هوایي ایمبولینس د خدماتو پیل کولو اعلان کړی ؤ .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG