لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کارډ لرونکو افغان کډوالو په ويستلو لاس پورې کوي


پاکستان د (اې سي سي يا افغان سيټيزن کارډ لرونکو) افغان کډوالو په ويستلو کار کوي، صوبايي حکومتونو، په ضلعي کچه چارواکو او اړونده ادارو ته ‏یې د کارډ لرونکو افغان کډوالو د معلومولو لاروښوونه کړې ده.‏

د پاکستان د کورنيو چارو مخکيني نګران وزير سرفراز بګټي چې اوس د بلوچستان صوبې وزيراعلا دی، د تېر اکتوبر د میاشتې په وروستيو کې ويلي ‏وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي ‏هغه لېږل کيږي او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC‏) ‏‎ ‎او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږلی شي.‏

پاکستان تېر د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی وو او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ‏وه.‏‎

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو ‏غوښتنه کړې وه، خو پاکستان ویلي وو د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ‏ده.‏

د ناتاييد رپورټونو ترمخه په لومړي پړاو کې د پاکستان نه د پينځه لکه پورې افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.‏

دویم پړاو

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، د خېبرپښتونخوا اډيشنل سيکرټري عابد مجید مروت ویلي، په صوبه کې یې د کارډ لرونکو افغانانو د علاقو معلومولو ‏يا نقشې کار پيل کړی دی، د روژې وروسته به دا عمل ګړندی کولی شي او د ‏‎30‎م اپرېل پورې یې د دغه سروی پوره کولو هيله څرګنده کړې ده.‏

د پاکستان په سيند صوبه کې لس ورځې وړاندې د کورنيو چارو د محکمې څخه دغه ډول اعلاميه خپره شوې چې په ټولنيزو رسنيو شريکه کړل شوې وه. ‏په ياده اعلاميه کې هم د کارډ لرونکو افغانانو معلومولو او په اړه یې‎ ‎‏ د ننني ورځې (‏‎25‎م مارچ) پورې د رپورټ وړاندې کولو ويل شوي وو.‏

قانون پوهه وکیلې منيزه کاکړ چې د افغان کډوالو دپاره په عدالتونو کې وکالت کوي، هغې دغه اعلاميه او د ځينې کورنو عکسونه په اېکس (پخواني ‏ټویټر) پوسټ کړي وو.‏

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوالو وي او اې ډيوه ته ویلي، دا وخت د دوی نيول يا ځورول نه دي پيل شوي خو دوی په ويره کې دي چې دې ځل له به ټول ‏ويستل کيږي.‏

د دوی په وینا، په لومړي پړاو کې هم کارډ لرونکی نيول شوي او د هغې نه وړاندې هم پوليسو کارډ لرونکي افغانان ځورول او د پېسو دپاره یې نيول او ‏ځينې بيا جېلونو ته لېږل شوي او بيا د عدالتونو څخه بيرته ملک ته لېږل شوي دي.‏

‏ د پاکستان حکومت مرکزي حکومت په رسمي ډول د کارډ لرونکو افغان کډوالو د ويستلو اعلان نه دی کړی.‏ له دې وړاندې نګران حکومت په رسمي توګه د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ويستلو ويلي وو.‏

د پاکستان او افغانستان اړیکې ‏

د کارډ لرونکو افغان کډوالو ویستلو دپاره کار په داسې وخت کې پيل شوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستيو کې بيا ترينګلې شوي دي.‏

په ‏‎18‎م مارچ پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې، د طالبانو حکومت د پاکستان دغه اقدام غندلی او په پوله یې په پاکستاني ځواکونو د بريدونو ‏ويلي وو، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د ګل بهادر ډلې د وسله والو په نخښه کولو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودګۍ ‏تورونه لګوي او په افغانستان کې واکمنه طالبان یې ردوي.‏

پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي ‏وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، د ‏‎16‎م مارچ د ترهګر بريد وروسته پاکستان د افغان چارواکو سره د حافظ ګل ‏بهادر ډلې په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. او د عملياتو وروسته د دواړو هيوادونو سفارتخانې خلاصې او اړیکې روانې دي.‏

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزرات ويلي، په کابل کې د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په پاکستان کې د ‏افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب سره ليدلي، او په کتنه کې شکېب "د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د ‏بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړ او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه یې هراړخیزې خبرې وکړې".‏ خو د دغه ليدنې نور تفصيل نه دی ویل شوی.‏

پاکستان کې مېشت افغان کډوال

سرفراز بګټي په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته ويلي وو "خواوشا 4.4 اعشاريه ملينه افغانان په پاکستان کې مېشت دي په دوی کې د 1.42 ملينو سره ‏پروف اف رجسټرېشن يا پي او ار کارډونه دي، د چا سره چې افغان سيټيزن کارډ دی هغه 0.85 ملينه دي او غېر رجسټرډ قانوني اسناد نه لرونکي افغانان ‏‏1.73 ملينه دي".‏

د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د تېر کال د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، ‏اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن (اې سي سي) کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه ‏افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.‏

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د ‏اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.‏

په ياده موده کې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG