لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله: دطالبانو حکومت پاکستان ته وړاندیز کړی چې دټي ټي‌ پي وسله وال به دپولې نه لرې پرتو سیمو ته ولېږي


دامریکه غږ اردو څانګې سره مرکه کې رانا ثناء الله ویلي افغان طالبانو دټي پي پي د وسله والو لرې پرتو سیمو ته دلېږلو دا وړاندیز دوه میاشتې وړاندې کړی دی
دامریکه غږ اردو څانګې سره مرکه کې رانا ثناء الله ویلي افغان طالبانو دټي پي پي د وسله والو لرې پرتو سیمو ته دلېږلو دا وړاندیز دوه میاشتې وړاندې کړی دی

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي په افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته وړاندیز کړی دی چې دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې نه به دټي پي پي‌ وسله وال دافغانستان لرې پرتو سیمو ته ولیږي ترڅو پولې ته د هغوي لاس رسی اسان پاتې نه شي.

خو دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ډیوه سره خبرو کې دطالبانو دحکومت له لوري دشوي دې وړاندیز نه بې خبري ښودلې ده.

دامریکه غږ اردو څانګې سره مرکه کې رانا ثناء الله ویلي افغان طالبانو دټي پي پي د وسله والو لرې پرتو سیمو ته دلېږلو دا وړاندیز دوه میاشتې وړاندې کړی دی.

دافغان طالبانو دحکومت خارجه وزیر امیرخان متقي تېره میاشت پاکستان ته دخپل سفر په مهال ویلي وؤ پاکستان اؤ ټي ټي پي ته پکار ده چې خپلې معاملې دجوړجاړي دلارې هوارې کړي.

دکابل له لوري دټي ټي پي د سوله والو دپولې نه د لرې کولو اؤ لرې پرتو سیمو ته دلېږلو دا وړاندیز په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې افغان طالبان دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دجوړ جاړي په هڅو کې نه دي بریالي شوي.

داپریل په میاشت کې دپاکستان ملي‌ امنیت کمیټې ویلي وؤ چې ملک کې دترهګرۍ تازه څپه دټي ټي پي سره دنرمې رویې اؤ دبې سوچه پالیسۍ په نتیجه کې مخې ته راغلې ده اؤ دا د ولسي هیلو بیخي برعکس ده.

دافغان طالبانو په منځکړتوب ټي ټي‌ پي سره شوؤ خبرو کې له ناکامېدو وروسته پاکستان دافغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې دټي ټي پي‌ خلاف هدفي عملیات پیل کړي دي.

رانا ثنا الله وایي دا مهال دټي ټي پي وسله وال پاکستان سره پیوست دافغانستان سرحدي سیمو کې میشت دي اؤ کله چې هغوي دپولې نه لرې سیمو ته ولیږلی شي نو دپاکستان پولې ته به لاس رسی محدود شي.

خو پخپله دې مرکه کې هغه نور تفصیلات نه دي ښودلي چې دټي ټي پي وسله وال به دافغانستان کومو سیمو ته لیږلې شي؟

د وي او ای ډیوه خبریال عبدالرزاق چې د جمعې په ورځ د رانا ثناء الله ددې دعوې په هکله دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله نه پوښتنه وکړه نو هغه یې په ځواب کې ددې خبرې نه بې خبري وښودله چې ګنې دافغان طالبانو حکومت دټي ټي پي د وسله والو لرې پرتو سیمو کې د ابادولو وړاندیز کړی دی؟

پاکستان تل دعوې کړې دي چې دټي ټي پي مشران دافغانستان کونړ ولایت کې میشت دي اؤ هلته نه هغوي دپاکستان خاوره کې ورانکارۍ لپاره منصوبې جوړوي.

دکورنیو چارو وزیر وویل افغان طالبان دریځ لري چې ټي ټي پي ته د دوي ملاتړ نه دی ترلاسه خو وي ویل پاکستان دطالبانو دحکومت نه دا ګیله ضرور لري چې د ټي ټي پي دپاکستان دننه کومې کارروایۍ کوي دهغې دلاسه دامن و امان صورتحال خرابیږي.

دهغه په وینا "پاکستان ددې صورتحال تور په افغان طالبانو نه لګوي خو دا دهغوي کمزوري ضرور ده"

تر دې دمخه دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وؤ په ظاهره داسې ښکاري چې افغان طالبانو د ټي ټي پي نه فاصله خپله کړې ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه ګڼ شمیر ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې په سوؤنو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده

(ددې رپورټ په تیارولو کې د وي او ای اردو د رپورټ څخه استفاده شوې ده)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG