لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتجاجونو په لړ کې ایران یو تن ته د مرګ سزا ورکړې چې په نړیواله کچه یې غندنه شوې


د ای ېف پي خبري ادارې ترمخه 23 کلن محسن شکاري په امیني عسکر د تبر د حملې په سر نیول شوی و. د رپورټ ترمخه ایراني چارواکو ویلي دغه عسکر زخمي شوی و او زخم یې په 13 ټکونو بند کړی شوی و. هغه ته تېره میاشت د "مهاربه" یا د خدای د دښمنۍ په الزام د مرګ سزا وارول شوه
د ای ېف پي خبري ادارې ترمخه 23 کلن محسن شکاري په امیني عسکر د تبر د حملې په سر نیول شوی و. د رپورټ ترمخه ایراني چارواکو ویلي دغه عسکر زخمي شوی و او زخم یې په 13 ټکونو بند کړی شوی و. هغه ته تېره میاشت د "مهاربه" یا د خدای د دښمنۍ په الزام د مرګ سزا وارول شوه

په ایران کې د احتجاجونو په سر د یو تن د پهانسي کېدو په ضد د نورو احتجاجونو غوښتنه شوې ده او د جمعې په ورځ نړیوالې ټولنې محسن شکاري نومې تن ته د مرګ سزا غندنه وکړه.

په ایران کې د حکومت خلاف احتجاجونه د سېپټمبر په میاشت کې د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مېرمن مهسا امیني د مرګ وروسته شروع شوي دي. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې په مناسب ډول نه و اغوستی.

د انساني حقونو فعالان وايي د ایران په مظاهرو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په سلګونو نور کسان امنیتي ځواکونو ګرفتار کړي دي.

د ای ېف پي خبري ادارې ترمخه 23 کلن محسن شکاري په امیني عسکر د تبر د حملې په سر نیول شوی و. د رپورټ ترمخه ایراني چارواکو ویلي دغه عسکر زخمي شوی و او زخم یې په 13 ټکونو بند کړی شوی و. هغه ته تېره میاشت د "مهاربه" یا د خدای د دښمنۍ په الزام د مرګ سزا وارول شوه.

د وي او ای فارسۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د محسن شکاري جسد د جمعې په ورځ د تهران په بهشت زهرا نومې قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو
د وي او ای فارسۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د محسن شکاري جسد د جمعې په ورځ د تهران په بهشت زهرا نومې قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو

د انساني حقونو فعالانو د شکاري په ضد عدالتي عمل مخالفت کړی و او د هغه مقدمه یې نمایش بللي وه.

د ای اېف پي ترمخه محسن شکاري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پهانسي یا اعدام کړی شو.

د وي او ای فارسۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د محسن شکاري جسد د جمعې په ورځ د تهران په بهشت زهرا نومې قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د شکاري اعدامېدل وغندل. ادارې وویل د هغه سزا د ایران د عدالتي نظام "عدم انسانیت" څرګندوي او ځینې نور ایرانیان هم لکه د هغه په شان سرنوشت سره مخامخ دي.

په ناوری کې مېشته د ایران هیومن رایټس نومې تنظیم مشر محمود امیري مقدم په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې د نورو مرګ سزاګانو نه ودرولو دپاره دې په ایران فشار زیات کړي.

هغه وویل محسن شکاري د غیر منصفانه مقدمې په نتیجه کې پهانسي کړی شوی دی چې هغه پکې خپل وکیل هم نه لرلو.

د ای اېف پي د رپورټ ترمخه د محسن شکاري د اعدام کېدو په سر په ایران کې نور احتجاجونه راپارېدلي دي او د ۱۵۰۰تصویر نومې وېب پاڼې ترمخه په کومه کوڅه کې چې محسن شکاري پولیس ګرفتار کړی هلته مظاهره چیان جمعې شوي وو او نعرې یې کولې "دوی زمونږ محسن بوتلو او د هغه جسد یې بېرته راوړو."

د تهران په یوه برخه کې احتجاج کونکو د "امر مرده باد" او د "سپاه مرده" نعرې کولې چې اشاریه یې د ایران روهاني مشر ایت علي خامنايي او د پاسداران انقلاب ځواکونو ته وه.

د امریکې په شمول یو شمېر مغربي ملکونو د محسن شکاري د مرګ سزا په سر د ایران غندنه کړې ده.

د متحده قومونو د انساني حقونو څانګې هم د شکاري د سزا مخالفت وکړو.

ایران هیومن رایټس نومې تنظیم وايي د ایران په احتجاجونو کې لږ تر لږه 458 کسان وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای په وېب پاڼه شایع شوی دی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG