لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهران: داېټمي معاهدې په اړه د نړیوالو قوتونو او د ایران په خبرو کې پرمختګ شوی


د ایران صدر حسن روحاني د اېټمي نندارتون د کتنې مهال
د ایران صدر حسن روحاني د اېټمي نندارتون د کتنې مهال

د کال 2015 د ایټمي معاهدې د بیا په ځای کولو لپاره د ایران او د شپږو نړیوالو طاقتونو ترمنځ په روانو خبرو اترو کې اهم پرمختګ شوی دی. دا خبره، د ریټرز خبري ادارې ترمخه، د ایران د خارجه وزارت ویاند د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

ایران او نړیوال قوتونه د سږ کال د اپرېل د میاشتې څخه په ویانا کې خبرې اترې کوي او داسې لارې لټوي چې تهران او واشنګټن د بندیزونو او ایټمي هلو ځلو په اړه په داسې ګامونو راضي شي چې ایټمي لوظنامه په مکمله توګه بېرته په ځای شي.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان سعید خطیبزاد په ټیلي ویژن د اوونیز خبري کانفرنس په وخت وویل چې په ویانا کې د خبرو اترو پړاونه حتمي کېدی شي، په مونږه څه تادي نشته او په دې لړ کې مو اهمې پرمختیاوي کړي دي خو وايي ځینې اهم موضوعات لا پاتې دي چې تر اوسه پورې پرې مونږه څه حل خوا ته نه یو تلې.

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ درې کاله وړاندې د ایران سره ایټمي لوظنامې نه د وتو او په ایران د بندېزونو بیا په ځای کولو اعلان کړی و او ددې وروسته ایران یو وارې بیا د یورینیم غني کولو په کار لاس پورې کړی وو او د خطرې وړ ایټمي وسلو جوړولو هلې ځلې یې لوړې کچې ته رسولې وې، ورسره یې د سېنټریفیوجز پېداوار تېز کړی وو.

خو صدر جو بایډن د سوګند پورته کولو وروسته ویلي وو چې واشنګټن به ایټمي لوظنامې ته بېرته ورشي که چېرې ایران د یورینیم غني کولو هغه هلې ځلې محدوده کړي چې په ایټم بم جوړولو کې اهم حېثیت لري.

د ایران خارجه وزارت ویاند خطیبزاد وویل چې که په ایران لګولي شوي ټول بندېزونه ختم کړی شي او ایران یې تائید وکړي نو بیا مونږه د خپلو پورته کړی شوو ګامونو نه پشا کېدی شو.

یو سیمه ایز سفارتکار په خبر اترو کې د مصروفه غربي هېوادونو د چارواکو له قوله ویلي چې روانه اوونۍ یوه داسې لوظنامه اعلانېدی شي چې د واشنګټن او تهران د ذمه واریانو تعین پکې شوی وي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي وو چې دا معلومه نده چې ایران به د امریکا لخوا د اقتصادي پابندیو د لېرې کولو په بدل کې، په خپلو جوهري منصوبو کې د لګول شویو پابندیو پیروي یا متابعت وکړي او که نه.

خارجه وزیر بلېنکن د اتوار/یکشنبې به ورځ د اې بي سي ټي وي سره یوې مرکې کې وویل: «فکر کوم ایران په دې پوهیږي چې په اېټمي برخه کې د پابندیو متابعت دپاره څه کول ورته په کار دي، او هغه څه چې مونږ تر اوسه ندي لیدلي، دا دي چې آیا ایران آماده دی او دا اراده لري چې د ضروري ګامونو دپاره فیصله وکړي او ورباندې عمل وکړي، که نه. دا یو آزمایښت دی، او جواب یې تر اوسه مونږ ته ندی معلوم.»

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG