لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معلومه نده چي ایران به د جوهري منصوبو په تړاو په خپلو وعدو ودریږي او که نه – بلېنکن


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن وایي دا معلومه نده چې ایران به د امریکا لخوا د اقتصادي پابندیو د لېرې کولو په بدل کې، په خپلو جوهري منصوبو کې د لګول شویو پابندیو پیروي یا متابعت وکړي او که نه.

خارجه وزیر بلېنکن د اتوار/یکشنبې به ورځ د اې بي سي ټي وي سره یوې مرکې کې وویل: «فکر کوم ایران په دې پوهیږي چې په اېټمي برخه کې د پابندیو متابعت دپاره څه کول ورته په کار دي، او هغه څه چې مونږ تر اوسه ندي لیدلي، دا دي چې آیا ایران آماده دی او دا اراده لري چې د ضروري ګامونو دپاره فیصله وکړي او ورباندې عمل وکړي، که نه. دا یو آزمایښت دی، او جواب یې تر اوسه مونږ ته ندی معلوم.»

ایران اوس مهال د امریکا سره د نورو ملکونو د سفارتکارانو له طریقه په خبرو کې دی چې د دې خبرو مقصد، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې کې د امریکا بېرته شاملېدل او په لوظنامه کې د شاملو محدودیتونو نه د ایران پیروي کول ګڼل شوي دي.

ایران ټینګار کوي چې د جوهري منصوبو مقصد یې پرامنه دی او د انرجۍ د پیدا کولو دپاره یې کاروي.

د امریکا مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې د ایران له جوهري لوظنامې نه امریکا وایستله او په ایران باندې یې بېلابېل اقتصادي بندیزونه ولګول. خو صدر جو بایډن اوس غواړي چې بېرته په هغې لوظنامې کې امریکا شامل کړي، کوم کې چې برطانیه، فرانس، جرمني، روس او چین دمخه لا شامل پاته دي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په یوه بله مرکه کې سي اېن اېن ټي وي ته ویلي چې امریکا او ایران په ویانا کې خبرو کې پرمختګ کړی دی او د دې خبرو پنځم پړاو به په آینده ورځو کې پیل شي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن

د ایران صدر حسن روحاني تېره هفته وویل چې امریکا آماده ده چې د ایران نه لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، خو د ایران یو بل چارواکي بیا وروسته داسې خبره وکړه چې د دې خبرې خلاف ګڼل کیده.

یورپي سفارتکارانو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې، اوس هم لا ځیني سخت مسایل په مخ کې پاته دي.

ایران دا ټینګار کوي چې اول باید امریکا خپلې پابندۍ لېرې کړي نو بیا به ایران خپلو منصوبو کې محدودیت راولي، خو امریکا وایي چې ایران دې اول محدودیتونه راولي، پس له هغه بیا امریکا ورنه پابندۍ لېرې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG