د اټلي چارواکو ویلي د لرګي جوړه یوه کشتۍ چې په لسګونو غېرقانوني پاکستاني او افغان کډوال او نورو هيوادونو خلک پکې سپاره وو، ساحل ته د رسېدو نه وړاندې ډوبه شوې چې پکې د 12 تنکي ماشومانو پشمول 59 کډوال مړه شوي.
د چارواکو ترمخه په دغه کشتۍ کې زیاتره کډوال افغانان وو او نور بیا د پاکستان، ایران، صومالیې او ځینو نور افریقايی هیوادونو دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اټلي په ساحل ډوبه شوې کشتۍ کې د پاکستانيانو د موجودګۍ په خبرونو ژور نظر ساتي. په روم کې د پاکستان سفارتخانه د اټلي د چارواکو سره په تماس کې ده چې په دغه اړوند حقايق معلوم کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په کشتۍ کې د پاکستانيانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
د رويټرز ترمخه د اټلي د کروټون مېر ونسنزو ووس په پېښه کې د 59 کسانو مړينه تاييد کړې ده.
چاوراکو ویلي، کشتۍ درې يا څلور ورځې وړاندې د ختيځ ترکي څخه روانه شوې چې پکې د 140 نه تر 150 پورې کسان سواره وو.
د پېښې وروسته د اټلي ساحل ساتونکي ځواکونو 80 تنه ژغورلي او د نورو ډوبو شوو کسانو د لټون کار روان دی. د ځايي چارواکو په وینا په دغه وړه کشتۍ کې د 140 نه زیات کډوال اټلي ته روان وو.
د اټلي کوسټل ګارډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د 43 کسانو مړي یې موندلي او تر اوسه یې 80 تنه ژوندي ژغورلي. ځینو کسانو د دغه پېښې وروسته پخپله ځانونه وچې ته ایستلي.
د اعلامې تر مخه په ژغورل شوو کسانو کې 22 نزدې هسپتال ته د علاج لپاره وړل شوي. د اټلي د کسټم / ګمرکاتو چارواکو ويلي چې یو تن یې د کډوالو د قاچاق په تور نیولی هم دی.
د ځايي رسنیو تر مخه دغه کشتۍ د اتوار/ یکشنبې په ورځ په سمندر کې د سختو هواګانو او د اوبو لوړو څپو کې ګېره شوې وه. د چارواکو په وینا په مړو شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د اټلي د ژغورنې د عملې یو غړي ویلي چې په دغه وړه کشتۍ کې د اندازې زیات کسان سپاره وو او بیا خراب موسم او سخته هوا یې د ماتیدو او ډوبیدو سبب ګرځیدلی.
په غیرقانوني لاره یورپ ته د تلونکو کډوالو لپاره د اټلي سمندري لاره تر ټولو خطرناکه لاره ګڼل کیږي چرته چې هر کال په سلګونو غیر قانوني کډوال په اوبو کې د ډوبیدو له سببه خپل ژوند د لاسه ورکوي.
[په دې خبر کې ځينې معلومات د رويټرز خبري ادارې څخه اخستل شوي دي]