لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډيره اسماعیل خان په وروستۍ مقدمه کې هم دعلي وزیر ضمانت منظور شو


دعلي وزیر وکيل اسد عزیز وي او اې ډيوه ته وويل عدالت نن د پینځو لکو روپو او دوه نفري په مچلکو ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي
دعلي وزیر وکيل اسد عزیز وي او اې ډيوه ته وويل عدالت نن د پینځو لکو روپو او دوه نفري په مچلکو ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي

دسیند صوبې نه وروسته په خېبر پښتونخو صوبه کې هم دپي ټي ایم دبندي مخکښ مشر اؤ دقامي داسمبلۍ دغړي علي وزیر په ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي دي اؤ دې سره د دوه کلن اوږد بند نه وروسته دهغه دخلاصیدو هیلې پیدا شوې دي.

دعلي وزیر وکیل قادر خان ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته وایي په ډيره اسماعیل خان کې په علي وزیر درې مقدمې وې اؤ په دریوؤ واړو کې یې ضمانتونه منظور شوي دي اؤ اوس چې دهغه ځائ عدالت نه کراچۍ ته دعلي وزیر دخلاصون ارډر راورسیږي نو علي وزیر به بنده خلاص شي.

علي وزیر وکیل وایي کراچۍ ته دعلي وزیر دخلاصون د ارډر په رارسیدو به دوه یا درې ورځې وخت لګي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر لیکلي دوؤ کلونو راهسې علي وزیر یوازې د یو جرنیل د انا له امله په زندان کې ساتل شوی دی .

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین وایي په وروستۍ مقدمه کې له ضمانت وروسته هم دهغه باور نه کیږي چې علي وزیر به له زندانه خوشې .

د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې نن د سه شنبې په ورځ [30 جنورۍ] د ډیره اسماعیل خان څلورم نمبر سول جج ضمانت منظور کړو،


دعلي وزیر وکيل اسد عزیز وي او اې ډيوه ته وويل عدالت نن د پینځو لکو روپو او دوه نفري په مچلکو ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي.

د ډیره اسماعیل خان په عدالت کې د ضمانت په خواست دا 27مه اورېدنه وه.

نن چې د علي وزير په کومه مقدمه کې ضمانت منظور شو، دا مقدمه د هغه پرضد د کال 2020 د سټي په تاڼه کې درج شوې وه چې پکې123-A,120-B,124-A153,499,505,506PPC,16MPOاو لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي.

د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

په کراچۍ دعلي وزیر وکیل قادر خان ایډوکیټ دنهې په ورځ ډیوه ته ویلي په ‌ډیره اسماعیل خان کې په علي وزیر درې کیسونه وؤ اؤ په دغو دریوواړو کې یې ضمانتونه وشول.

هغه وایي اوس به عدالت کې زر ضمانت جمع کیږي اؤ بیا به دهغه ځائ عدالت کراچۍ ته دعلي وزیر دخوشې کولو امر رالیږي اؤ په دې ټوله مرحله د دوؤ نه درې ورځې وخت لګیدلی شي.

دنهې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر لیکلي دسیند صوبې نه وروسته خیبر پښتونخوا کې هم په ټولو مقدمو کې دعلي وزیر ضمانتونه سرته ته ورسیدل اؤ نن په ډیره اسماعیل خان کې په وروستي ایف ایي ار کې هم دهغه ضمانت منظور شو.

هغه لیکلي علي وزیر یوازې دیو جرنیل دانا له وجې د دوؤ کالو نه بند کې ساتل شوی دی.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین هم په ټویټر دعلي وزیر دضمانت منظوریدو خبره کړې ده اؤ وایي چې اوس دهغه خلاصون ممکن شوی دی خو ددې ترڅنګ یې زیاته کړې ده

"نه پوهیږم چې ولې خو زما اوس هم باور نه کیږي، بیا دې هم ورته مبارک وي"

تر دې وړاندې دجنورۍ په 27مه د پېښور هايکورټ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ دغړي او دپښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] دمخکښ علي وزیر د چارسدې په مقدمه کې ضمانت منظور کړی ؤ او امر یې کړی ؤ چې هغه دې په نورو مقدمو کې ونه نیول شي.

د علي وزير وکیل شېر افضل خان مروت د وي او اې ډيوه خبریال فضل عزیز ته ويلي وؤ د علي وزير پرضد 11 داسې کېسونه وو چې په هغو کې یې ګرفتاري نه ده شوې او په اتو کېسونو کې یې ضمانت وشو. هغه وویل اوس یې يو کېس په ډېره اسماعيل خان کې پاتې دی ځکه چې هغه د هايکورټ په رجسټرۍ کې روان دی او چې د ډېره اسماعیل خان په قضيه کې یې ضمانت وشي هغه به خوشی شي.

د علي وزیر دکورنۍ او علاقې خلکو په وروستۍ مقدمه کې دهغه په ضمانت کیدو خوښي ښکاره کړې خو وایي هغه بې ګناه نیول شوی دی.

د علي وزیر د تره زویې سراج وزیر وي او ای ډیوه وویل دا وروستۍ مقدمه وه او دې نه وړاندې په 14 مقدمو کې ضمانت منظور شوی دی.

هغه وویل دو هنیم کاله یې بې ګناه قید تیر کړو او د دوی د کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د علاقې یو تن اصغر وزیر وویل هغه د لکونو خلکو منتخب استازی دی او دهغه بندي ساتل د دوی د رایې سپکاوی دی.

یو بل تن اشفاق وویل چې علي وزیر ته دوی د ناامنۍ پرخلاف رایې ورکړې وې او د ناامنۍ پرخلاف د غږ پورته کولو په جرم نیول شوی دی.

هغه وویل ځکه دعلي وزیر سزا ټولې علاقې ته ورکړل کیږي چې د ترقیاتي چارو نه لرې ساتل شوې او ناامني پکې دوام لري.

علي وزیر چې د کال 2020م کال د دسمبر په 16مه په پېښور کې نیول شوی او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو تراوسه پورې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG