لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان داسټيټ بینک دبهرنیو اسعارو ذخیرې نزدې درې نیم اربو ډالرو ته راکوزې شوې دي


د پاکستان سټېټ بېنک
د پاکستان سټېټ بېنک

دپاکستان داستیټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیره کې د 50 کروړه ډالرو نور کمی راغلی دی او بینک وایي اوس یوازې څه د باندې درې نیم اربه ډالر په لاس کې لري.

دپاکستان مرکزي بینک پخپل رپورټ کې ویلي تېره اوونۍ یې د48 کروړه اؤ 20لکو ډالرو قرضه ستنه کړې ده چې له دې امله یې اوس دبهرنیو اسعارو ذخیره یوازې 3 اربه 53 کروړه اؤ 60لکه ډالر پاتې شوي دي.

ډاڼ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي دا د فرورۍ دمیاشتې راپدیخوا دپاکستان اسټیټ بینک سره د بهرنیو اسعارو د ذخیرو تر ټولو ټیټه کچه ده.

بینک واضحه کړه چې د روانې اوونۍ په مهال حکومت ته کومه د30 کروړو ډالرو بهرنۍ کاروباري قرضه ترلاسه شوې ده هغې په دې حساب کې نه ده شمیرلې بلکې د راتلونکې اوونۍ حساب کې به یې شمیري.

د ډان د رپورټ له مخې روان مالي کال کې دکمو برامداتو اؤ ترسیلات زر له امله هیواد ته د وړاندې نه 7.1 اربو ډالرو زیان اوښتی دی.

په 17م جون دپاکستان اسیټيټ بینک چین نه پاکستان ته د نور یو ارب ډالرو ترلاسه کیدو پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دبهرنیو اسعارو ذخیرې یې د پینځوؤ اربو ډالرو نه په بره تللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی.

په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي.

مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG