د مهسا امیني د مرګ پرضد په ایران کې احتجاجونه – نړیوالو مشرانو په احتجاج کونکو تشدد غندلی
د نړی یوشمېر مشرانو او فعالانو ایران کې په احتجاج کونکو تشدد ته سخت غبرګون ښودلی. بل خوا رايټرز خبري اداره د مهسا امیني د وژنې په ضد احتجاجونه د ایران ۸۰ ښارونو ته غځیدلي دي. د ایران صدر ابرهیم رییسي ویلي د امیني مرګ ټول ایرانیان غمژن کړي، خو چا ته به اجازت ورنکړي چې ګډوډی جوړ کړي. نور تفصیل یې د وي او ای ډیوه همکار نوشیروان قلندر راکوي.