لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيتي سرچينو په بنو کې د شپږو وسله والو د وژلو دعوه کړې


په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د پوځ‌ او نورو امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې د دې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان او داعش په غاړه اخلي
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د پوځ‌ او نورو امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې د دې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان او داعش په غاړه اخلي

د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په جاني خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ د ډزو په تبادله کې امنیتي سرچینې وایي د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې د یو مهم کمانډر په ګډون لږ تر لږ شپږ وسله وال وژل شوي‌ دي او دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته وویل د امنیتي ځواکونو او د وسله والو جګړه د زیارت، پنجشنبې، په سهار د جاني خېل او بکا خېل ترمینځ سردي خېل سیمه کې پېل شوه او د دې رپورټ د تیارولو د وخت پورې یې دوام لرلو.

د سرچینو ترمخه امنيتي ځواکونو ته استخباراتي معلومات تر لاشوي وو چې د لسو پورې وسله وال دغلته د بریدونو پلان جوړه وي او چې کله امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د وسله والو چاپېره شوو نو محاصره شویو وسله والو ناتاره ډزې شروع کړې.

سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل د ډزو په تبادله کې شپږ وسله وال ووژل شوو چې د یو تن په کې پېژندګلو د وسله والو د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر قېصر په نوم شوې ده چې هم د جاني خېلو وو.

د سرچينو ترمخه د وسله والو په ډزو دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې په رسمي ډول په جاني خېلو کې د جګړې په اړوند څه نه دي ویلي خو دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل پېښه کې وژل شوي کسان وسله وال وو، په امنیتي ځواکونو بریدونو او په یو شمېر نورو جرمونو کې ککړ وو او‌ امنیتي ځواکونه یې له ډېره وخته په لټه کې وو.

د پاکستان پوځ او وسله والو وخت په وخت یو بل ته د زیان رسولو خبرونه مطبوعاتو ته ورکوي خو مطبوعاتو دباره په ازاده ډول د دې تصدیق ممکن نه وي.

وروستي رپوټونه په جاني خېل کې جګړه دوام لري او د پېښې ځایې امنیتي عسکرو په ګېره کې اخستی او علاقې ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي.

په جاني خېل کې د وسله والو د وژلو دعوه په داسې حال مخې ته راغلې چې د اګست په وروستیو ورځو کې دغلته د پوځ په قافله ځانمرګي برید شوې وو چې په کې نهه پاکستاني پوځيان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو د دې برید زمه واري حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

‎د ګل، دوشنبې، په ورځ جاني خېل کې د امن د خرابېدو او د عملیاتو په مهال ځايي ولس د ځورول کېدو او لارو د بندېدو په ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي غونډه وشوه. په غونډه کې د سیاسي او غېرسیاسي ګوندونو په سلګونو خلکو ګډون وکړو.

‎د غونډې په مهال احتجاج کوونکو سپين او تور بيرغونه پورته کړي او په علاقه کې یې د امن غوښتنه کوله.

‎احتجاج کوونکو دعوه کړې وه چې د پوځ په قافله شوي ځانمرګي برید وروسته سیمې ته د تګ راتګ لارې تړل شوي دي او ویلي یې وو چې په ټوله پښتنه سیمه کې دې له دغه ډول عملیاتو نه ډډه وشي چې پکې عام ولس ته زیان رسېږي.

‎جاني خېل د بنو ښار نه 30 کلومیټره سویل لویدیځ ته پرته سیمه ده چې پولې یې د وزیرستان او لکي مروت سره لګېدلې دي.

د جاني خېلو د اوسېدونکو په وېنا د ترقۍ په لحاظ وروسته پاتې سیمه کې د امنیت غیر یقیني صورتحال د علاقې په کاروبار بدې اغېزې کړي او خلک یې د ویرې سره مخ کړي دي.

‎د جاني خېل سیمې خلک د تیرو درو کلونو راهسې په پرامنه طریقه په علاقه کې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کوي او حکومت دوی ته په لیکلې بڼه د امنیت د ټینګښت باور ورکړی خو د دې ترڅنګ حکومتي چارواکي دا هم وایي چې د امن غوښتنې لپاره د جاني خیلو لهجه سمه نه ده .

د زیارت، پنجشنبې، د ورځ د پېښې یوه ورځ وړاندې هم پوځ پخپل بیان کې ویلي وو د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې په کې یې یو ترهګر وژل شوی دی.

پوځ ویلي وو دغه عملیات د ډیره اسماعیل خان ضلعې په کلاچي سیمه کې ترسره شوي وو.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د پوځ‌ او نورو امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې د دې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان او داعش په غاړه اخلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG