لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانيي، فرانس او جرمني د یورېنیم تیاروولو د ایران په منصوبه تشویش څرګند کړی


صدر ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووېستله
صدر ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې امریکا د ایران د اېټمي معاهدې نه ووېستله

برطانيي، فرانس او جرمني ویلي د ایران دا منصوبه چې د یورېنیم تیاروولو په مرکز کې به د یورېنیم تاروولو جدید مشینان یا سېڼترې فیوجز لګوي د تشویش وړ او د کال ۲۰۱۵ د معاهدې خلاف ګام دی.

دریواړو ملکونو په یو مشترکه بیان کې وویل که چېرې ایران سفارتکارۍ دپاره ځای پرېښودل غواړي نو پکار ده چې دغه ګام د اخیستلو نه دې ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې ايي ای ايي ای په یو خفیه رپورټ کې ویلي ایران د نطنز په اېټمي مرکز کې ايي ار ټو اېم ډول جدید سنټرې فیوجز لګول غواړي.

د کال ۲۰۱۵ د اېټمي معاهدې دلاندې ایران د ايي ار ون ډول سېنټرفیوجز لګولی شي چې په سست رفتار یورېنیم صفا کوي.

دریواړو مغربي ملکونو وویل د ایران د اېټمي پروګرام د څارنې او مخنیوي په لړ کې د کال ۲۰۱۵ معاهده بهترینه لاره ده.

صدر ډانلډ ټرمپ امریکا د ایران اېټمي معاهدې نه وېستلې ده او په ایران یې اقتصادي بندیزونه بیا پرځای کړي‌ دي.

برطانيي، فرانس او جرمني د ایران د هغه قانون غندنه هم وکړه چې ترمخه یې د ایران حکومت پابند کړی شوی دی چې که چېرې د اېټمي معاهدې نور فریق ملکونه، چین، روس، فرانس، برطانیه او جرمني، په ایران اقتصادي پابندیو کې نرمي وه نکړي نو ایران به د ملګرو ملتونو معاینه کوونکو ته د اېټمي مرکزونو د کتنې اجازت نه ورکوي او د یورېنیم د تیاروولو کار به زیات کړي.

دریواړو یورپي ملکونو وویل د ایران دغه قانون د اېټمي معاهدې سره سمون نه خوري.

دغو غربي ملکونو زیاته کړه د ایران د نویو سنېټرې فیوجز منصوبه به د اېټمي معاهدې پرځای ساتلو دپاره مشترک کوښښونه متاثر کړي او د امریکې راتلونکي حکومت سره د سفارتکارۍ امکان کمووي.

د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن چې د جنورۍ په ۲۰ نېټه به د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي ویلي که چېرې ایران د معاهدې پابندي بیا شروع کړي نو خپل هېواد به بیا په معاهده کې شامل کړي.

تهران وايي د اېټمې معاهدې د خلاف ورزۍ نه په شا کېدلی شي که چېرې په ایران بندیزونه لرې کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG