لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانگرس د ویغورو سره د چین د سلوک خلاف قانون منظور کړی، چین دغه قانون غندلی


په ترکي کې میشته ویغور د چین خلاف مظاهره کوي
په ترکي کې میشته ویغور د چین خلاف مظاهره کوي

په دې قانون کې د کانګرس غړي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له حکومت نه غوښتنه کوي چې د ویغور مسلمانانو خلاف د چین د کړنو پر سر دې په چینايي مامورینو بندیزونه ولگول شي. چین د دغه قانون غندنه وکړه.

په کانگرس کې د استازو جرګې یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز چې پکې مخالف ډیموکراټ گوند اکثریت لري د نهې، سه شنبې، په ورځ د یو په مقابل کې په ۴٠٧ ووټونو د ویغور اکټ اف ٢٠١٩ قانون منظور کړ.

دا ښيي چې په دې قانون کې ډیموکرېټان او ریپبلیکنز دواړه همغږي دي.

د استازو د جرګې غړي براډ شېرمن په دې اړه یو ټویټ کې لیکلي:

"نن د استازو جرګې د ایغور اکټ په نامه قانون پاس کړ په کوم کې چې د چین لخوا د ایغوریانو او نورو مسلمانو لږکیو ظالمانه ځپل غندل شوي دي. ما نن په جرګه کې له خپلو ملګرو سره په دې اړه خبرې وکړې او ترې نه مې وغوښتل چې دا مهم قانون پاس کړي."

کانگرس د چین په سنکیانگ ایالت کې د لکونو په شمېره کې د ویغورو، قزاق او د مسلمانانو نورو اقلیتي قامونو په اړه د چین د گامونو غندنه وکړه. د انساني حقونو تنظیمونه وايي چین شا او خوا یو میلیون ویغور، قزاق او نور مسلمانان د بیا تعلیم په نامه په بندي خانو کې اچولي دي.

هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز په خپل قانون کې د امریکا په بېلا بېلو حکومتي ادارو غږ کړی چې له مسلمانانو سره د چین د سلوک په اړه دې رپورټونه تیار کړي او د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت دې په هغو چینايي مامورینو بندیزونه ولگوي چې په بندي خانو کې د ویغورو د ساتلو مسول دي. کانگرس په دې لړ کې د کوانگو نوم هم اخیستی چې په سنکیانگ کې د چین د واک من کمیونسټ گوند مشر دی.

بېجنگ دا خبره ردوي چې ویغور مسلمانان یې د دوی د خوښې پر ضد په بندي خانو کې ساتلي دي، خو وايي دغه کېمپونه د ترهگرۍ او تندورۍ د مخنیوي په هدف جوړ شوي د هنرونو زدکولو مرکزونه دي چرته چې خلکو ته نوي هنرونه او وړتیاوې ښودل کېږي.

د امریکا سنېټ چې واکمن ریپلېنکن پارټي پکې اکثریت لري د سپټمبر په میاشت کې هم د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز په رنگ قانون منظور کړی دی.

په بېجنگ کې د چین د خارجه وزارت ویاندې خبریالانو ته وویل هر هېواد چې د چین په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي قیمت به یې ادا کړي.

امریکا، ملگري ملتونه او د انساني حقونو یو شمېر تنظیمونه وايي چین ویغور مسلمانان په بند کې ځکه ساتلي چې دوی مجبور کړي چې خپل مذهب او ثقافت پرېږدي.

د امریکا خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ په یو شمېر هغو چینايي مامورینو ویزې بندې کړي چې امریکا یې په زندان کې د ویغورو د ساتلو مسول بولي.

د دې نه علاوه د امریکا حکومت د ٣٠ داسې چینايي تنظیمونو فهرست تیار کړی دی چې امریکایان ورسره کاروبار نشي کولی.

تیره اونۍ ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو داسې قانون لاس لیک کړو چې پکې په هانگ کانگ کې د جمهوریت پلوه مظاهره کوونکو ملاتړ شوی دی.

چین د دغه قانون سخت مخالفت کړی دی. چېن په ځواب کې د هیومن رایټس واچ په رنگ په امریکا کې میشت یو شمیر تنظیمونو بندیزونه لگولي او هانگ کانگ ته یې د امریکايي جنگي بیړو په ورتګ بندیز لگولی.

د ایغور له مسلمانانو سره د چیني چارواکو لخوا په ناوړه چلند باندې په ټولنیزو رسنیو هم کله کله ټرېنډ جوړېږي.

وروستی مثال یې په ټېک ټاک باندې په امریکا کې د یوې ۱۷ کلنې افغانې انجلۍ فیروزې څرګندونې وې چې په ایغور مسلمانانو باندې روانو ظلمونو ته یې اشاره کړې وه.

چینايي ټېک ټاک کمپنۍ د هغې اکاونټ لومړی بند کړ او بیا یې له بېرته خوشې کېدو وروسته ترې بخښنه وغوښته.

د چین د واکمن کمیونسټ ګوند لخوا د یغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په اړه اکثرو اسلامي هېوادونو د خپلو ګټو لپاره خاموشي غوره کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG