لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د ملاله ايکټ د لارې پاکستان ته تعليمي سکالرشپس يو په دوه کوي


ملاله او د هغې مور تورپېکۍ
ملاله او د هغې مور تورپېکۍ

د امريکا کانګرس ملاله يوسفزۍ سکالرشپ ايکټ منظور کړی چې په ترڅ کې به يې پاکستان ته د ورکونکو سکالرشپس کچه يو په دوه زياته شي چې نيم په نيمه به پکې ښځو ته ورکول کيږي.

د امن نوبل انعام ګټونکې د سوات ملاله یوسفزۍ ویلي د ښځو د تعليم دپاره د امريکا د کانګرس نه د هغې په نامه منظور شوي قانون ‌‌‌‌‌‌ډېره خوشاله کړې ده.

وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته په يو لېږل شوي پېغام که ملاله وايي دغه قانون به د بااستعداد جېنکو د تعلیم خوبونه پوره کړي.

د ملاله پلار ضیاالدین یوسفزي هم د امریکايي قانون هرکلی کړی او د کانګرس ته یې مننه ویلي شکریه یې ادا کړې ده.

قانون د امريکا د نړيوالې ترقۍ ادارې يو ايس اي‌‌‌‌‌‌ډ ته پاسلونه کړې چې د سکالرسپس 50% برخه دې د ضرورت په بنياد په ميرټ ښځو ته ورکول يقيني کړي.

په ياد ايکټ کې ويلي شوي امريکا د کال 2010 نه تر اوسه 6000 پاکستانو ښځو ته په بيلا بيلو برخو کې سکالرشپس ورکړي چې د نوي قانون د مخه به د کال 2022 پورې هر کال د سکالرشپس کچه يو په دوه شي.

د نړيوال بنک د کال 2016 د رپورټ ترمخه پاکستان د ښځو د تعليم په حواله په نړۍ کې د روستو پاتو هېوادونو په نوملړ کې په لسم نمبر دی.

په ياد هېواد کې د رپورټ تر مخه د ښځو د هاير ايجوکيشن کچه 9% ده او د 25 او دې نه د زيات عمر د ښځو وړاندې زدکړو ته لاس رسی د 6% نه هم کم دی.

د ملګرو ملتونو د کال 2016 د رپورټ تر مخه په نړۍ کې 130 ميلين جينکۍ د سکول نه بهر دي چې 15 ميلين پکې د سکول د تلو د عمر جينکۍ دي چې لا يې سکول په سترګو نه دی ليدلی او رپورټ زياتوي په نړۍ کې 500 ميلينه ښځې بې تعليمه دي.

د سېنټ غون‌‌‌‌‌‌ډې ته د قانون منظورولو په وخت ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ويناګانې وکړې او د ملاله يوسفزۍ لاس ته راوړنې يې وستايلې چې پکې د ملاله يوسفزۍ د جينکو د تعليم د حق ذکر په سر کې و.

ياد قانون د امريکا د ايوان نمايندګان لا لور هاوس نه لا د وړاندې نه منظور شوی چې اوس د ولسمشر لاسليک کولو ته لېږل شوی دی.

په ايکټ کې د ذکر شوو معلوماتو تر مخه ملاله يوسفزۍ سره د طالبانو د خطر او ګواخونو په کال 2008 کې په سوات کې د جينکو د تعليم کمپين روان وساتلو چې اخر پرې طالبانو په 9 اکتوبر کال 2012 کې بريد وکړو او په سر يې وويشتله.

په قانون د بحث په تفصيل کې دا هم ويلي شوي چې ملاله يوسفزۍ او د هغې پلار ضياالدين يوسفزۍ په کال 2013 کې په شريکه ملاله فن‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړو چې د هېوادونو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه په نړۍ کې جينکو ته د دولس کالو پورې وړيا، محفوظ او د معياري تعليم ورکولو غوښتنه نړيواله کړي.

د ملاله په 12 د جولايۍ کال 2013 کې ملګرو ملتونو ته د وينا او په کال 2014 کې د اکتوبر په لسمه د نوبيل امن جاېزې د ګټلو ذکر د ياد قانون د منظورولو په دليلونو کې هم شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG