لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ وايي خوشحاله ده چې د امریکې کانګرس د جېنکو د تعلیم دپاره قانون منظورکړو


وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته په يو لېږل شوي پېغام که ملاله وايي دغه قانون به تعلیم په اړه د باصلاحیته جېنکو د تعلیم خوبونه پوره کړي
وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته په يو لېږل شوي پېغام که ملاله وايي دغه قانون به تعلیم په اړه د باصلاحیته جېنکو د تعلیم خوبونه پوره کړي

د امن نوبل انعام ګټونکي د سوات ملاله یوسفزۍ ویلي د ښځو د تعليم لپاره د امريکا د کانګرس نه د هغې په نامه منظور شوي قانون ‌‌‌‌‌‌ډېره خوشاله کړې ده. وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته په يو لېږل شوي پېغام که ملاله وايي دغه قانون به تعلیم په اړه د باصلاحیته جېنکو د تعلیم خوبونه پوره کړي.

د امریکا کانګرس د ملالې یوسفزۍ سکالرشپ (وظېفې) ایکټ ( قانون) منظور کړی دی. ددې ایکټ لاندې به د پاکستانیو ښځینه طالبعلمانو لپاره سکالرشيپونه سوا کړی شي. دا سکالر شیپونه به د اعلا زدکړو لپاره د ضرورت او وړتیا تر مخه ورکول کېږي.

وي او ای ډیوه ته په خپل ريکارډ شوي پېغام کې ملاله وویل:

please wait

No media source currently available

0:00 0:00:34 0:00

د ملاله پلار ضیاالدین یوسفزي د ملالې یوسفزۍ سکالرشپ هرکلی وکړو او د ټوېټر دلارې یې د کانګر س د کانګرس شکریه ادا کړه.

دغه قانون د امریکا نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز په مارچ 2020 کې منظور کړی ؤ چې د کال 2021 د جنورۍ په لومړۍ نیټه د امریکا سینيیټ هم منظور کړلو. په قانون به وس د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دستخط کوي.

په مارچ 2020 کې د امریکې د کانګرس د خارجه چارو کمیټۍ د ملالې یوسفزۍ په نوم د زنانه ؤ د تعلیم لپاره د قانون سازۍ منظوري کړې وه. چې ترمخه به يي د تندلاریتوب سره مخ هیوادونو کې زنانه ؤ ته تعلیم لپاره مرسته ورکړی کیږي.

د کانګرس د نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز د فارن افئیرز کمیټۍ مشر ایډ روئس ویلي وو د افغانستان او پاکستان په رنگ هیوادونو کې د تعلیمي نظام د ناکامه کیدو په نتیجه کې د مدرسو دلارې تندوره مذهبي سوچ خوریږي.

هغه ویلي وو د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د زنانه ؤ د تعلیم وضعه په خصوصي توگه خرابه ده او دغه سېمو کې د ښځو د تعلیم شرح یواځې د دریو او اته ؤ فیصد ترمنځ ده.

ددې قانون د منظوریدلو ورستو به د 2020 او 2022 په منځنۍ موده کې تر 50 فیصدي سکالرشیپونه د اعلا تعلیم لپاره د پاکستان ښځینه طالبعلمانو جینکو ته د پاکستان د اعلا تعلیم د پروګرام لاندې ورکول کېږي. ددې سکالرشیپونو په لاره به په بیلا بیلو میدانونو کې د ذدکړو موقعې ورکول کېږي.

دا قانون د امریکا اداره یو ایس ایډ او په امریکا کې مېشت پاکستانیانو ته هم موقع برابره وي چې د شخصي سیکټر د لارې د جینکو د تعلیم او سکالرشیپونو لپاره هلې ځلې وکړې او داسې کامونه واخلي چې نورو هم ډېرو جینکو ته د تعلیم لپاره وسایل ولټول شي.

ددې قانون د منظوریدلو او ورباندې د کار روانیدلو پس به یو ایس ایډ هر کال کانګرس ته رپورټ وړاندې کوي چې څومره جینکو ته سکالر شیپونه ورکړی شوي، څومره ډګرۍ واخستل شوی او په کومو کومو مضامینو کې سبقونه وویل شول.

ملاله په کال2012م کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه. هغه په سر ويشتل شوې خو بچ پاتې شوه.

په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی ؤ.

ملالې ته له دې وروسته په نړیواله کچه اېوارډونه ورکړی شوي او په کال 2014 م کې يې د هند کيلاش سيتهيارتي سره په ګډه د سولې نړیواله جايزه نوبېل انعام هم ګټلی ؤ.

ملاله په کال 2017م کې د ملګرو ملتونو د سولې او په ځانګړي ډول د جينکو تعليم استازې جوړه کړی شوې وه.

داکتوبر په 11 مه نیټه د جینکو د تعلیم او حقونو نړېوالې مبارزې او نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د جینکو نړیوالې ورځې په مهال وي او ای ډیوه ته په یو ځانګړي پېغام کې په پښتنو جینکو غږ کړی، غلي مه کېنۍ، د تعلیم او خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړئ.

ملاله یوسفزۍ وايي،‌ په ګرده نړۍ کې 130 میلینه جینکۍ د تعلیم نه محرومه دي او کرونا وبا د لاسه خطر سېوا شوې چې 20 میلینه نورې جینکۍ هم د تعلیم د بنیادي حق نه محرومه پاتې شي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG