لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قامي سلامتيا غونډې فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو سپارښتنه اوکړه


د پاکستان د قامي سلامتيا په غونډه کې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو سپارښتنه شوې او متعلقه وزارتونو ته امر شوی چې په دې لړ کې ضروري ګامونه واخلي.

دقامي سلامتيا دغه غونډه د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس کې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې شوې چې پکې د دريو واړو پوځونو او استخباراتي ادارو مشرانو، وفاقي وزيرانو او يو شمېر نورو اعلا چارواکو ګډون اوکړو.

کمېټۍ په خپله اعلاميه کې ويلي، " د ګټې تاوان تفصيلي جاج اخستلو وروسته کميټي قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو سپارښتنه کوي او په دغه سيمو ته د خبېبر پښتونخوا د عدالتي او انتظامي قانونو ډانچه ورغزولو تاېد هم کوي.

دا اعلاميه د ملي سلامتيا د غونډې وروسته خپره شوې چې تر پينځه ساعتو پورې روانه وه.

د جمې په ورځ د پاکستان په پارليمان کې د دېرشم آيني بدلون بل د وړاندې کېدو نه پاتې شوی خو د قبايلي سيمو پارليماني غړي وايي د ګل به ورځ به دغه بل بيا پارليمان ته وړاندې شي او دوي هيله مند دي چې پکې به د قبايلي علاقو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډېد لاره آواره شي.

د دیرشم بدلون په وړانديزونو کې د پښتونخوا صوبې د اسمبلۍ د څوکيو شمېر ١۴٧ ښودل شوی دی وړاندې دغه شمېره ١٢٦ وه. دغه شان د فاټا د قامي اسمبلۍ ١٢ څوکۍ به هم د صوبې سره یوځای شي او د پښتونخوا څخه به په قامي اسمبلۍ کې ټولې څوکۍ د ۴٨ په ځای ٦٠ و ته ورسي.

فاټا ته د هېواد ایئن غزولو لپاره د تېرو څو کالو راهسې د سیمې پارلېماني غړي او عامه ټولنه کوښښونه کوي. وسني حکومت څو مياشتې وړاندې فاټا ته د هېواد د عدالتي نظام ورغزولو او هلته د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلدیاتي انتخاباتو اعلان هم کړی دی خو تر اوسه ددغې پرېکړې سرکاري اعلان (نوټیفیکېشن) نه دی جاري کړی شوی.

د پاکستان د وسني واکمن گوند مسلم لیگ نون په گډون د حکومت مخالف گوندونه تحریک انصاف، پاکستان پیپلز گوند، عوامي نېشنل پارټي او گڼ شمېر نور د فاټا په پښتونخوا صوبه کې د ورگډولو ملاتړ کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم ويلي دي په فاټا کې دې ايئني اصلاحات وکړې شي. خو يواځې دوه گوندونه ، د ماموت خان اچکزۍ پښتنونخوا ملي عوامي گوند اود مولانا فضل رحمان جمعیت علما اسلام فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو مخالفت کوي او وايي په فاټا کې د څه قسمه بدلون نه وړاندې دې د قبايلي اولس راې واخستل شي.

څيړونکي وايي د قبايلي سيمو پارليماني غړي د قبايلي اولس استاذي دي او چې هغوي د قبايلي علاقو د راتلونکي په اړه څه فېصله کول غواړي نو پکار ده چې ددوي غوښتنې د قبايلي اولس غوښتنې اوګڼلی شي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG