لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: په افغانستان کې مو له خپلو سرتیرو غیر ضروري محدودیتونه لیرې کړل


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د خپلو پوځیانو څخه غیر ضروري محدودیتونه لیرې کړیدي تر څو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې دوی خلاص مټ ولري.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا په بهرنیو جګړو کې جنګېدلو پخوانیو پوځیانو ته په وینا کې وویل:

"مونږ په افغانستان کې له خپلو جنګیالیو څخه غیر ضروري محدودیتونه لېرې کړل. هغه سرتیري چې خپل ژوند او خپل اندامونه زمونږ د هېواد لپاره له لاسه ورکوي، دوی ته د داسې خلاص مټ ورکول پکار دي چې په پایله کې یې دوښمن مات شي. مونږ د کلونو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دوی ته دا واک ورکوو. مونږ په افغانستان کې د ډېر زیات پرمختګ په حال کې یو. "

په افغانستان کې امریکايي سرتیرو ته په جګړو کې د خلاص مټ ورکولو خبره په داسې حال کې راپورته شوې چې امریکايي ځواکونو د ترهګرو پرضد خپل هوايي بریدونه زیات کړیدي.

د امریکا د هوايي ځواکونو لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شویدي چې یواځې سږ کال یعنې په په ۲۰۱۷ کې په افغانستان کې د طالبانو او داعش پرضد ۴۳۶۱ بمونه او توغندي د امریکا او ناټو ځواکونو لخوا ویشتل شویدي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې سټراټېژۍ تر اعلانېدو راوروسته په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد جګړه توند شوېده او امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچین کې د داعش پرضد د نړۍ تر ټولو لوی بم چې د بمونو مور ګڼل کېږي هم وغورځاوه چې د راپورنو د داعش ګڼ شمېر کسان پکې ووژل شول.

په افغانستان کې که له یوې خوا د ترهګرو په وړاندې د امریکايي او ناټو ځواکونو لخوا بریدونه زیات شویدي، له بلې خوا وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅې هم ګړندۍ شویدي.

د نیویارک ټایمز د یو راپور له مخې د امریکا حکومت جګ پوړو امریکايي ډپلوماټانو ته لارښونه کړې چې نېغ په نېغه دې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي خو افغان حکومت وايي، چې د سولې خبرې به د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي او امریکا به ورته یواځې اسانتیاوې برابروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG