لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجي هیوادونو کې د امریکې پوځي کاروایانو اوږد تاریخ

کال ٢٠٠١ کې امریکائي ځواکونو د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو په ځواب کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي شورو کړه. د پوځې کاروائی په نتیجه کې د طالبانو واک په هیواد ختم کړی شو
کال ٢٠٠١ کې امریکائي ځواکونو د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو په ځواب کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي شورو کړه. د پوځې کاروائی په نتیجه کې د طالبانو واک په هیواد ختم کړی شو
که چرې امریکا د شام خلاف د کیمیاوي وسلو د مشکوک استعمال په سر پوځي کاروائي کوي نو دا به په خارجي هیوادونو د امریکې د پوځي کاروایانو د اوږدې لړۍ ورستی پرمختگ وي. خو کومه خبره چې غیر معمولې ده، هغه دا چې د ممکنه حملو وړاندې صدر براک اوباما کانگرس نه د منظورۍ غوښتنه کړې ده.
ددې نه وړاندې هم امریکنې صدران جنگ ته د تلو نه وړاندې منظورۍ دپاره کانگرس ته تللې دي، خصوصاً کله چې په امریکا نیغ په نیغه حمله شوي ده لکه په دویم نړي وال جنگ کې کله چې جاپان حمله وکړه.
خو په اکثرو موقعو امریکنې صدرانو د پوځ د مشر د آئیني اختیار د لاندې په خپل سر د کانگرس د منظورۍ نه بغیر هیواد نه بهر يي پوځ لیږلې دي، حملې يي کړې دي او د نورو اتحادي هیوادونو سره يي په شریکا کاروئي کړې دي.
د ځېنې شمیرو ترمخه، په تیرو ٥٠ کالو کې، اوسطً په هر کال کې یو ځل، امریکا په خارجي هیوادونو کې په لویه یا ټیټه کچه پوځي کاروایائې کړې دي چې پکې ویت نام، افغانستان، عراق، کویت، بوسنیا، پاکستان، لیبیا، گرینیډا، هیټي او پانامه شامل دي.
په دغه پوځي کاروایانو کې د وسله والو خلاف د ډرون یا بې پائلټه هوائي جهازونو کاروایانې نه دي شاملې.
خپل ٢٣٧ کاله تاریخ کې امریکا اکثر سمندر پورې هیوادونو کې عسکر پرځائې کړې دي او د گټو تر څنگ امریکا په ځېنې پوځې کاروائي کې د ناکامۍ سره هم مخ شوي ده.
د کوریا په جزیره نما کې د متحده قامونو د بیرغ د لاندې د ١٩٥٠ لسیزې په جنگ کې امریکائي عسکر په داسې صورت کې د سیمې نه ستانه شول چې کوریا په جنوبي او شمالي برخو کې تقسیم شوه. د تاؤ تریخوالې نه ډک دغه تقسیم لا اوس هم موجود دی. ویت نام نه امریکائي عسکر کال ١٩٧٥ کې بیرته راوتل کله چې په هیواد کمیونسټ پارټۍ حکومت قائم کړو.
تاریخ به لا د افغانستان او د عراق د جنگونو فیصله کوي، چې په گټه او که به تاوان سرته رسیدلې دي.
امریکائي ځواکونو د کال ٢٠٠۴ نه تر د کال ٢٠١١ پورې عراق کې جنگ کې د هیواد امر صدام حسین د واک نه لرې کړو خو هغه د پراخه کچې تباهۍ وسله يي ونه موندله چې د دعوو ترمخه هغه پټ ساتلې وو.
صدر براک اوباما د کال ٢٠١۴ تر اخره پورې افغانستان نه د امریکائي ځواکونو د ستنولو اعلان په داسې مهال کړی دی چې امریکائي عسکر اوس هم افغانستان کې د وسله والو سره جنگیږي او جنگ ځپلی هیواد د کړکیچن امنیتي صورتحال سره مخ دی.
د مختلفو رپورټونو ترمخه، د امریکې دفاعي اخراجات د نړۍ د بل هر نه زیات دي خو په تیرو څو لسیزو کې مختلفو صدرانو د ترجیحاتو او خارجي هیوادونو کې د امریکې پوځي کاروائي په بنیاد دفاعي بجټ کې وخت به وخت بدلون شوی دی.
د ویت نام په جنگ کې، د ١٩٨٠ د صدر رونلډ ریگن په وخت کې او د کال ٢٠٠١ د القاعده د حملو ورستو، د امریکې دفاعي بجټ کې اضافه شوي ده خو په نورو وختونو کې دفاعي بجټ کم شوی هم دی. د کال ٢٠٠١ د سپټمبر په حملو کې شا او خوا ٣٠٠٠ کسان وژل شوي وو.
د کال ١٩٦٠ راهسې د خارجې هیوادونو کې د امریکې پوځې کاروایانو حال په لنډو ټکو کې:
ـ د کال ١٩٦١ نا تر کال ١٩٧٥ پورې د ویت نام جنگ چې پکې امریکې ته ۴٧٠٠٠ جنگ جاني زیان ورسیدو او د جنگ ورسته کمیونسټانو د حکومت واگې لاس کې واخستې.
ـ کال ٩١٦ کې د سې ائي ای د کیوبا صدر فیډل کاسټرو واک نه د لرې کولو کوشش وکړو خو کامیابي يي ترلاسه نشوه.
ـ کال ١٩٦٢ د کیوبا د مزائیل مسله رامنځته شوه. امریکې د کیوبا گیر چاپیره اوبو ونیولې، چې د کیوبا جزیر لارې ونیول شي او دا رنگ هلته د روس د مزائیلو پرځائي کولو منصوبه د ناکامۍ سره مخ شي. ددغه پرمختگ په نتیجه کې د ایټمي جنگ خطرې راپرڅیره شوي.
ـ کال ١٩٧٣ کې د سې ائي په ملاتړ بغاوت کې د چلې د منتخب مارکسسټ پارۍ حکومت تخته نسکوره کړی شوه.
ـ کال ١٩٨٠ کې ایران کې د ٥٢ یرغمل امریکایانو د ازادولو د پاره د خصوصي کمانډوز اپریشن د ناکامۍ سره مخ شو.
ـ ١٩٨١ او تر د کال ١٩٩٠ پورې سې ائي ای نکاراگوه کې د سینډینسیټا حکومت د کمزورې کولو د پاره کوششونه کول.
ـ کال ١٩٩٠ او کال ١٩٩١ کې امریکائي ځواکونو کویت کې د عراقې پوځونو مخه ونیوله چې د کویت په تیلو يي قبضه کړې وه.
ـ د کال ١٩٩٢ او د کال ١٩٩٥ ترمنځ، امریکائي ځواکونه د نیټو عسکرو سره یو ځائې شول او بلاقان کې يي په پوځي کاروائي برخه واخسته.
ـ کال ٢٠٠١ کې امریکائي ځواکونو د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو په ځواب کې افغانستان کې د القاعده او طالبانو خلاف کاروائي شورو کړه. د پوځې کاروائی په نتیجه کې د طالبانو واک په هیواد ختم کړی شو.
ـ کال ٢٠٠٣ کې امریکې عراق کې د پراخه کچه تباهۍ وسله په شک پوځي کاروائي شورو کړه. دغه وسلې خو ونه موندل شوي خو د عراق امر صدام حسین د واک نه لرې کړی شو.
This item is part of
XS
SM
MD
LG