لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامن نړيوالا ورځ :مومندايجنسۍ کې د ښځواؤ سړو شاعرانو مشاعرې


فاروق فراق
په داسې حال کې چې نن دخالي په ورځ په ټوله نړۍ کې د ملگرو ملتونو دسوري لاندې دامن نړيواله ورځ نمانځل کيږي دبدامنۍ اؤ ترهگرۍ دپيښو سره مخ هيواد پاکستان کې دغه ورځ په خاموشۍ سره تيره شوې اؤ په دغه ورځ په ټول هيواد کې په دولتي يا غير دولتي کچ داسې کومې د ذکر وړ دستورې نه دي شوي چې د امن د ضرورت په هکله دپاکستاني اولس غږ د نړۍ غوږونو ته ورسوي.
يواځې دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چرته چې په تيرو وختونو کې وسله والو طالبانو دښځو سکولونه په بمونو الوځولي وؤ اؤ بازارونو اؤ دفترونو ته دهغوئ په تگ يې بنديز لگولى ؤ د فاټا په تاريخ کې په لمړي ځل دامن دنړيوالې ورځې په نسبت د سړو تر څنگ قبائيلي ميرمنو هم د امن په نوم مشاعرې راجوړي کړې دي اؤ ټولې دنيا ته يې د خپلو شعرونو په ذريعه پيغام ورکړى چې هغوئ په خپله خاور امن ته اړتيالري.
بايد وويل شي د کال ٢٠٠١ څخه راپديخوا پاکستان کې د ترهگرۍ دپيښو له امله د ٢٨٠٠٠ زرو څخه زيات کسان وژل شوي اؤ په زرگونو نور ژوبل شوي دي .
په دغو وژل شوؤ کسانو کې امنيتي ځواکونه اؤ عام وگړي شامل دي.
دغه دامن مشاعرې چې د مومندايجنسۍ په مرکز غلنۍ کې دمومند ادبي ټولنې اؤ فاټا سپشن سيکرټريټ په مرسته جوړې شوې وې پکښې د قبائيلي شاعرانو ترڅنگ د خيبرپښتونخوا دبيلابيلو سيمو په سوونو شاعرانو اؤ د شعر و ادب مينه والو برخه لرله.
دښځو دپاره د راجوړې شوې ځانگړې مشاعرې مشري د غلنۍ اسسټننټ پوليټکل ايجنټ جمشيد خان اؤ د سړو د پاره د جوړې شوې مشاعرې مشري دپښتونوميالي شاعر پروفيسراباسين يوسفزي په غاړه لرله .
دميرمنو مشاعرې ته پخپله وينا کې لوړپوړي انتظامي چارواکي جمشيد خان وويل ښځې د ټولنې دننه د امن پځايې کولو لړ کې ډير مهم کردار په غاړه لري اؤ دامن دپاره دهغوئ دکردار نه هيڅوک انکار نۀ شي کولى.
دهغه وينا وه همدغه ښځه ده چې په کور کې خپل خاوند اؤ بچي د بدو لارو څخه ژغوري اؤ دامن اؤ خير لارې ته يې راولي کۀ چرې زمونږ دغه ميرمنې دتاريخ په دې حساس پړاؤ کې دخپلې ټولنې د هر بچي ژغورلو ته مټې رابډ وهي نو هيڅ لرې نه ده چې د ټولنې نه به د بدامنۍ نوغى اوځي اؤ دامن ترانې به د هر وگړي په شونډو خورې شي .
په دغه مشاعره کې د مقامي قبائيلي ښځو شاعرانو ترڅنگ د سکولونو زنانۀ استاذانو اؤ طالبعلمانو جينکو هم برخه لرله.
دمشاعرې يوې برخه والې قبائيلي شاعرې ميرمنې د خپل نوم د نۀ ښودلو په شرط وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې تر ټولو زياتې مونږ قبائيلي ميرمنې ځپل شوي يو، کورونه مو وران شوي، بچي،خاوندان اؤ وروڼه خويندې مو دلاسه ورکړي .
هغې وويل اوس مونږه نورې غلې نه شو پاتې کيدلى اؤ دنيا ته خپل دا غږ رسؤل غواړو چې مونږ ته امن راکړي اؤ د نور پرمخ تللو قامونو په څير راته د پرمختيا دپاره لارې هواري کړي.
په دغه مشاعره کې شاملو زنانه شاعرانو بيا هم د امن دپاره دغږ پورته کولو له امله دترهگرو لخوا دممکنه گواښونو په اساس خپلو نومونو ښودلو ته زړۀ ښه نۀ کړو.
دسړو دپاره دپاره په جوړه شوې امن مشاعره کې بيلابيلو شاعرانو د شعرونو له لارې دامن ترانې ووئيلي اؤ پخپله خاوره يې دامنيت په ټينگښت ټينگار وکړو.
په دغه موقعه څو منظور کړل شوؤ قراردادونو کې وويل شول په قبائيلي سيمو کې دامن دپاره ټوپک نۀ قلم ته اړتيا ده اؤ قبائيلي عوام پخپله خاوره جنگونه نه غواړي.
د قراردادونو ترمخه د ټوپک بارودو،جنگونو اؤ ويرې ترهې نه داغيزمن قبائيلي ادب اؤ کلتور بيرته خپل زوړ مقام ته راوستو دپاره دې په حکومتي اؤ غيرحکومتي کچ مرستې وکړل شي.
همدغه شان قراردادونو کې د قبائيلي سيمې امن ،ادب ،ثقافت اؤ پرمختيا ته د نقصان رسؤلو د هڅو سخته غندنه هم وکړى شوه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG