لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اټلي: د کشتۍ ډوبیدو په پیښه کې د سلو نه سوا کسان مړه شوي


اټلي د ۱۰۰ نه زیاتو هغه افریقاېي مهاجرینو په مرګ نن په سرکاري توګه ماتم کوي د چا کشتۍ چې د اټلي په لامپیدوسا ساحل د اوور لګیدو وروستو په اوبو کې نسکوره شوی وه. پدغه کشتۍ کې ۵۰۰ غیر قانونه کډوال سواره وو.
د اټلي اسیسي ښار په سفر د عیسایانو روحاني مشر پوپ فرانسس نن د غم او ویر ورځ اعلان کړی. اټلي کې نن په ټولو ودانو د ملک جهنډا یا بیرغ نیم ښکته کړی شوی وو او سکولونو کې د مړو شوؤ خلکو لپاره د یو منټ خاموشي اختیارکړی شوی ده. د اټلي وزیر اعظم پدغه بده پیښه په ټول هیواد کې د یوی ورځی د ماتم اعلان کړیدی.
د اټلي سرکاري خبري اداری ای این ایس ای تر مخه پدغه کشتۍ کې زیات تره کسان د ایریټریا او صومالیه سواره وو چا چې د پناه لپاره یورپ ته د تلو هسه کوله. دغه خبري اداره واېي چارواکو پدغه پیښه کې ۱۵۰ کسان د اوبو نه ژوندي راویستي دي.
د معلوماتو تر مخه په دغه کشتۍ کې د انجن د خرابۍ وروستو سورو کسانو د نژدی نورو کشتو خبرولو لپاره د اوور لمبې بلې کړی چې له وجې ېي کشتۍ هم اوور واغستو. د اوور لګیدو وروستوخلکو اوبو ته اودنګل چې ځانونه د اوور نه بچ کړي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د اداری ترمخه دغه کشتۍ د لیبیا نه روانه شوی وه.
لامپیدوسا د اټلي سره نژدی پرته هغه جزیره یا ساحلي سیمه ده چې افریقي ته هم نژدی ده، په عامه توګه د اروپاېي هیوادونو ته د پناه لپاره خلک زیات تره هم دغه ساحل ته د رسیدو هسه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG