لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وائي امريکا پاکستان کې امن نۀ غواړي


چوهدري نثار وائي اوس به مونږ ته په ډالرو اؤ عزت نفس کې دکوم يو انتخاب کول وي.
چوهدري نثار وائي اوس به مونږ ته په ډالرو اؤ عزت نفس کې دکوم يو انتخاب کول وي.

پيښور- دجمعې په ورځ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي پاکستان اوس دامريکا لخوا په ورکړل کيدونکي باور اعتماد نۀ شي کولى ځکه چې دغه هيواد ثابته کړې پاکستان کې امن نۀ غواړي.
چوهدري نثار وائي اوس به مونږ ته په ډالرو اؤ عزت نفس کې دکوم يو انتخاب کول وي.
دپارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار علي خان وويل امريکا ثابته کړه چې هغه پاکستان کې امن نۀ غواړي اؤ نۀ هم دمذاکراتو مخ په وړاندې تگ ليدل غواړي.
دهغه دغه اشاره دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم دصلاح کار سرتاج عزيز دهاغه بيان لوري ته وه چې پکې هغه وئيلي وؤ امريکا پاکستان ته باور ورکړى چې طالبانو سره دمذاکراتو په مهال به دډرون بريد نۀ کوي.
خودسرتاج عزيز ددغه بيان څخه يوه ورځ وروستو دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې په يوه مدرسه دډرون حمله ترسره شوه چې پکې ٨ کسان وژل شوي وؤ.
داخله وزير دحيرانتيا څرگندونه وکړه چې ورته معلومه نۀ ده سرتاج عزيز څنگه په امريکا باور ورکړو ځکه چې امريکا هم دغسې دښاپيرو يوه قيصۍ هغه ته وروړې وه ، خو ورته يې سکوټ انکار کړى ؤ.
چوهدري نثار علي خان په سواليه انداز کې وپوښتل داوسنۍ ډرون حملې نه پس امريکا څنگه دپاکستان ملگرې کيدى شي؟
چوهدري نثاروويل دپاکستان وقار دهغه لپاره ارزښتناک دى اؤ پوښتنه يې وکړه چې دتيرو دولسو کلونو په مهال امريکائي ډالرو مونږ ته کوم سکون راکړى چې اوس ترې دخير توقع وشي اؤ ځکه به مونږ ته اوس دډالرو يا عزت نفس څخه ديو انتخاب کول وي.
هغه وويل امريکا په واضحه توگه ثابته کړې ده چې دحکومت اؤ تندلارو ترمينځ دامن خبرو اترو پرمختگ نۀ غواړي.
تيره ورځ دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې په يوه مدرسه امريکائي ډرون حمله کې شپږ کسان وژل شوي وؤ اؤ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم ددغه بريد غندنه کړې ده.
دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يوه حمله کې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله محسود وژل شوى ؤ اؤ دداخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ داطلاعاتو دوفاقي وزير پرويز رشيد پشمول پاکستاني چارواکو دغه بريد طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو دعمل دتالا ترغه کولو هڅه بللې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG