لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس تصدق حسين جيلاني دپاکستان دمشر قاضي په توگه سوگند اخستى


جسټس جيلاني د٢٠٠٤م راهسې دسپريم کورټ جج پاتې شوى اؤ دافتخار چوهدري پشان هغه هم په ٢٠٠٧م کې دپخواني پوځي مشرجنرال مشرف لخوا هيواد کې دبيړني حالت دپځايې کولو وروستو گوښه کړل شوى ؤ.
جسټس جيلاني د٢٠٠٤م راهسې دسپريم کورټ جج پاتې شوى اؤ دافتخار چوهدري پشان هغه هم په ٢٠٠٧م کې دپخواني پوځي مشرجنرال مشرف لخوا هيواد کې دبيړني حالت دپځايې کولو وروستو گوښه کړل شوى ؤ.
پيښور-قاضي تصدق حسين جيلاني دزيارت په ورځ دپاکستان د سترې محکمې د٢١م مشرقاضي يا چيف جسټس په توگه لوړه کړې ده.
چيف جسټس ته دسوگند ورکولو دغه دستوره په ايوان صدر کې ترسره شوې ده اؤ دپاکستان صدر ممنون حسين هغه ته سوگند ورکړى دى.
يوه ورځ دمخه دسپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمدچوهدري ريټائر شوى ؤ اؤ جسټس تصدق حسين جيلاني دهغه څخه وروستو تر ټولو سينئر جج دى.
دغه دستوره کې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف ،پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري، دوفاقي کابينې غړو، دبهرنو هيوادونو استازو ،داسلام اباد هائيکورټ، وفاقي شريعت کورټ دججانو ترڅنگ دسپريم کورټ بار ايسوسي ايشن عهديدارانو دپاکستان اټارني جنرل برخه اخستې وه.
په پاکستان کې دځينو حلقو له لوري دسياست دانانو اؤ خفيه ايجنسو دچارواکو سره په جرائتمندۍ سره دحساب کولو له امله دافتخار محمدچوهدري ستائينه شوې، خو بيا ځينې ناقدين په هغه نيوکه کوي اؤ وائي هغه دچيف جسټس داختياراتو څخه تجاوز کړى اؤ په سياسي معاملو کې يې مداخلت کړى ؤ.
جسټس جيلاني د٢٠٠٤م راهسې دسپريم کورټ جج پاتې شوى اؤ دافتخار چوهدري پشان هغه هم په ٢٠٠٧م کې دپخواني پوځي مشرجنرال مشرف لخوا هيواد کې دبيړني حالت دپځايې کولو وروستو گوښه کړل شوى ؤ.
دزيارت په ورځ دسوگند اخستو وروستو دپاکستان صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم نواز شريف جسټس جيلاني ته دچيف جسټس په ټاکل کيدو مبارکي وئيلې ده.
تيره ورځ دپخواني چيف جسټس افتخار چوهدري په درناوي کې جوړ کړل شوي فل کورټ ريفرنس ته پخپله وينا کې جسټس تصدق حسين جيلاني وئيلي وؤ چې دقانون دنفاذ پرته غوره واکمني ممکن نۀ ده اؤ زياته کړې يې وه چې ټولې رياستي ادارې دې دائين اؤ قانون په دائره کې خپل فرائض ترسره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG