لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر:امريکا پاکستان ته د پوځي مرستو بندؤلو گواښ نه دى کړى


هغه زياته کړه دپاکستان اؤ امريکې تعلقات په مثبته لاره روان دي اؤن واشنگټن ته دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دسفر سره ددغو مضبوطو اړيکو بنياد ايښودل شوى.
هغه زياته کړه دپاکستان اؤ امريکې تعلقات په مثبته لاره روان دي اؤن واشنگټن ته دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دسفر سره ددغو مضبوطو اړيکو بنياد ايښودل شوى.
پيښور- دپاکستان خارجه دفتر دزيارت په ورځ سپيناوى کړى چې دامريکا ددفاع وزير چک هيگل پاکستان ته دخپل اوسني سفر په مهال پاکستاني قيادت سره مثبتې خبرې اترې کړي اؤ هغه دامداد اودرولو دړکه نۀ ده کړې.
تيره ورځ پاکستاني ميډيا پخپلو راپورونو کې دعوه کړې وه چې دامريکا ددفاع وزير پاکستاني چارواکو سره پخپلو ليدنو کې دامريکا له لوري پاکستان ته گواښ کړى چې کۀ دپيښور له لارې يې افغانستان ته دناټو د ځواکونودپاره د سامانونو د رسد لاره خلاصه نۀ کړه نو امريکا به دپاکستان پوځ دپاره ورکړى کيدونکې مرستې اودروي.
دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل دامريکې ددفاع دوزير لخوا دپاکستان لپاره دامداد اودرولو په اړه راپورونه بې اساسه دي.
هغه وويل دليدنو په مهال دنيټو دسپلايۍ داودريدو معامله تر بحث لاندې راغلې وه ، خو دامريکې ددفاع وزير دامداد اودرولو په اړه کومه دړکه نۀ وه کړې.
هغه زياته کړه دپاکستان اؤ امريکې تعلقات په مثبته لاره روان دي اؤن واشنگټن ته دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دسفر سره ددغو مضبوطو اړيکو بنياد ايښودل شوى.
هغه وويل دډرون حملو پشمول دواړه هيوادونه په ځينو معاملو درايې اختلاف لري.
اعزاز احمدچوهدري وويل پاکستان دامريکې دخارجه وزير سره دډرون حملو معامله راپورته کړې ده.
دپاکستان په لاره دنيټو دسپلايۍ دحالت په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياند وويل دنيټو سپلا ئي دجنوبي لارو په ذريعه دوامداره ده.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل نوي ډيلي ته دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف سفر دموجوده حکومت لخوا ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو معمول ته دراوستو دهڅو برخه ده.
هغه وويل ددواړو هيوادونو وزيراعظمانو په لا ئن اف کنټرول اوربند ته ددرناوي لرلو فيصله کړې وه اؤ دهغې څخه وروستو په ايل او سي کومه بده پيښه نۀ ده رامينځته شوې.
وياند وويل دهند اؤ پاکستان ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز په ٢٥م اؤ ٢٩م اکتوبر د لا ئن اف کنټرول په صورتحال بحث کړى ؤ اؤ ددغو رابطو سره صورتحال ښه شوى دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل دافغان طالبانو پخوانى دوهم مشر ملا عبدالغني برادر ازاد دى اؤ هغه دچا سره هم ليدنه کولى شي اؤ زياته يې کړه چې دافغانستان څخه دامنيتي شورا يو هيئت دپاکستان دوره کړې اؤ دملا برادر سره يې ليدنه کړې ده.
هغه وويل پاکستان ملا برادر په امن عمل کې دبرخې اخستو لپاره خوشې کړى دى.
هغه دپاکستان اؤ ايران اړيکې غوره وگرځولې اؤ وې وئيل پاکستان ددواړو هيوادونو ترمينځ دگيس پائپ لا ئن په منصوبه ژمن دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG