لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي طالبانو سره مذاکراتو لپاره به دسياسي مشرانو ملاتړ غواړو


” نن هم پوځ غواړي سياسي قيادت طالبانو سره دخبرو اترو معامله هواره کړي“
” نن هم پوځ غواړي سياسي قيادت طالبانو سره دخبرو اترو معامله هواره کړي“
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي طالبانو سره مذاکرات کول يواځې دحکومت لپاره لازمه نۀ ده بلکې که په دغه اړه نور سياسي مشران عمران خان، مولانا سميع الحق اؤ منور حسن څه رقم پرمختگ کولى شي ، نو هغوي ته به هم هرکلى وائي.
تيرکال دستمبر په مياشت کې اسلام اباد کې دټولو گوندونو د گډ کانفرنس په مهال دپاکستان حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو اختيار ورکړل شوى ؤ، خو دطالبانو لخوا بره دير کې په امنيتي ځواکونو دبريد دذمه وارۍ قبلولو اؤ وروستو دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون ديو بريد په مهال دټي ټي پي دمشرحکيم الله محسود دوژل کيدو له امله دمذاکراتو دغه عمل پځايې ولاړ دى.
که هر څوپاکستاني چارواکي وخت په وخت دطالبانو بيلا بيلو ډلو سره دمذاکراتو دپيل کولو دعوې کوي ، خو طالبان وائي قبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستو، د ډرون حملو داودريدو اؤ دهغوي ملگرو ته دحکومت لخوا دعامې بخښنې پورې به هيڅ رقم خبرو کې برخه نۀ اخلي.
يو پاکستاني شخصي ټي وي چينل سره مرکه کې پاکستاني وزيراعظم وئيلي دي طالبانو سره دخبرو په معامله به دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران پشمول دنورو مشرانو سره هم رابطې کوي.
نواز شريف په ډاگه کړې چې تيرکال دستمبر په مياشت کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دپاکستان داستخباراتي شبکې( ائي ايس ائي) دمشر دموجودگۍ سره داخبره ثبوت ته رسيدلې چې پوځ اؤ قام په يوه پاڼه دي اؤ ددې سره به دمذاکراتو عمل کې مدد وشي.
نواز شريف وئيلي تر دې چې پوځ دټول گونديز کانفرنس دفيصلو تائيد کړى اؤ دا يې منلي دي اؤ زياته يې کړه چې نن هم پوځ غواړي سياسي قيادت طالبانو سره دخبرو اترو معامله هواره کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG