لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دايراني قونصلگرۍ ترڅنگ ځانمرگي بريد کې دوه عسکر مړۀ،٩ ژوبل


دخيبرپښتونخوا صوبې دپوليسو مشر ناصر خان دراني دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال ميډيا ته وئيلي چې ځانمرگي غوښتل ځان دايران قونصلگرۍ ته ورسوي اؤ هغه په نخښه کړي
دخيبرپښتونخوا صوبې دپوليسو مشر ناصر خان دراني دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال ميډيا ته وئيلي چې ځانمرگي غوښتل ځان دايران قونصلگرۍ ته ورسوي اؤ هغه په نخښه کړي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په يونيورسټي روډ دايراني قونصلگرۍ ترڅنگ دايف سي په چيک پوسټ ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه دوه دايف سي عسکر وژل شوي اؤ ٩ کسان ژوبل شوي چې پکې درې دمليشې عسکر هم شامل دي.
دغه ځانمرگي بريد دگل په ماذيگر په داسې حال کې شوى چې له دې وړاندې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو لوړپوړى مشر عصمت الله شاهين بيټنى سره دخپلو محافظانو دنامعلومو وسله والو لخوا په ډزو کې وژل شوى ؤ.
دخيبرپښتونخوا صوبې دپوليسو مشر ناصر خان دراني دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال ميډيا ته وئيلي چې ځانمرگي غوښتل ځان دايران قونصلگرۍ ته ورسوي اؤ هغه په نخښه کړي خو دايف سي عسکرو دځان په قربانۍ ورکولو سره دځانمرگي هدف شنډ کړو.
دپوليسو مشر په دغه پيښه کې ديو عسکر دوژل کيدو اؤ دريوؤ دژوبل کيدو پخلى وکړو خو دپيښور دشيرپاؤ هسپتال سرچينې وائي چې تر دې مهاله روغتون ته ددوؤ کسانو مړي وروړل شوي اؤ٩ کسان ژوبل دي چې پکې ددوؤ حالت مرگونى دى.
په عين حال کې دخيبرايجنسۍ په جمرود روډ هم دايف سي په يو گاډي بمي بريد ترسره شوى چې پکې يو دايف سي عسکر ژوبل شوى.
په پيښور اؤ خيبرايجنسۍ کې دغه بريدونه وروستو له هغې ترسره شوي دحکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ دسولې دپاره روانې خبرې اودريدلي اؤ امنيتي ځواکونو اؤ وسله والو طالبانو ديو بل په ضد بريدونه يو وارې بيا پيل کړي دي.
دگل په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو مهم مشر عصمت الله شاهين بيټنى هم دوسله والو لخوا وژل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG