لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گورنر شوکت: چاته به هم رياست در درياست چلولو اجازت نه وي


 گورنر وويل چې دهيواد سلامتي دهر څه څخه بالا ده اؤ ددې تحفظ به دوينې تر اخري څاڅکي بهيولو کولى شي
گورنر وويل چې دهيواد سلامتي دهر څه څخه بالا ده اؤ ددې تحفظ به دوينې تر اخري څاڅکي بهيولو کولى شي
پيښور_ دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله دنهې په ورځ وئيلي دي چې دپولو دننه اؤ بهر ددښمنانو څخه دهيواد ددفاع اؤ تحفظ لپاره ټول قام يو موټى دى اؤ چاته به هم په رياست کې دبل رياست دجوړولو اؤ چلولو اجازت ورنۀ کړل شي.
دپاکستان حکومت په غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې دهيواد دائين دننه دمذاکراتو غږ کوي ، خو ددغه ډلې وياند شاهدالله شاهد تيره اوونۍ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ که هغوي دقران اؤ سنت څخه پرته بل قانون منلى ، نو دجنگ کولو ضرورت به هډو پيښيدو نۀ.
دخيبرپښتونخوا گورنر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې نن دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو شوې بمبارۍ کې نزدې ٣٠ جنگيالي وژل شوي اؤ وفاقي کابينې پخپله يوه غونډه کې په طالبانو ديو اړخيزه اؤ غيرمشروط اوربند کولو اعلان کړى دى.
دايف سي هيډکوارټرز بالاحصار پيښور ددورې په موقع دمليشه ځواکونو عسکرو اؤ افسرانو ته پخپله وينا کې گورنر وويل چې دهيواد سلامتي دهر څه څخه بالا ده اؤ ددې تحفظ به دوينې تر اخري څاڅکي بهيولو کولى شي.
گورنر وويل کومو سپاهيانو اؤ افسرانو چې دهيواد دتحفظ لپاره دځانونو قربانۍ ورکړي، قام دهغوي لپاره درناوى لري.
له دې وړاندې دايف سي هيډکوارټرز ته په رسيدو ائي جي ايف سي ميجر جنرال غيور محمود اؤ نورو افسرانو هغه ته هرکلى ووئيلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG