لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت اؤ پوځ طالبانو سره دخبرو په دوام صلاح شوي


 غونډه کې طالبانو سره په مذاکراتو دوامداره ساتلو اتفاق شوى
غونډه کې طالبانو سره په مذاکراتو دوامداره ساتلو اتفاق شوى
دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دلوړې کچه يوه غونډه ترسره شوې چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په عمل اؤ افغانستان کې دټولټاکنو پشمول په بيلا بيلو مهمو سيمه ييزو چارو غور شو ى دى.
دسرچينو وينا ده چې دغه غونډه کې دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره په مذاکراتو، دافغانستان په صدارتي ټولټاکنو اؤ افغانستان څخه دنيټو ځواکونو دوتلو دتيارو، هيواد په امنيتي اؤ سياسي چارو بحث شوى دى.
ټاکل شوې ده سبا دخالي په ورځ به افغانستان کې صدارتي ټاکنې ترسره کيږي اؤ پاکستان تيره ورځ په ډاگه کړې چې دټولټاکنو په ورځ به افغانستان سره پخپله گډه پوله امنيتي انتظامات سختوي.
دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرال ظهيرالاسلام ، دکورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دقومي چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي گډون کړى دى.
دسرچينو وينا ده چې غونډه کې طالبانو سره په مذاکراتو دوامداره ساتلو اتفاق شوى اؤ دطالبانو له لوري حکومت ته په وړاندې کړل شوؤ غوښتنو هم غور شوى دى.
تيره ورځ دپاکستان حکومت د١٩ؤ غير جنگي بنديانو دخوشې کولو اؤ نن طالبانو دروانې مياشتې تر ١٠مې نيټې اوربند کې دپراختيا اعلان کړى دى.
دسرچينو وينا ده چې دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان غونډې ته طالبانو سره دمذاکراتو عمل کې تردې مهاله دشوي پرمختگ په اړه حال احوال تير کړو اؤ ددې ترڅنگ دطالبانو له لوري دخپلو غيرجنگي بنديانو په خوشې کولو اؤ اوربند کې دپراختيا په اړه هم خبرې اترې شوي دي.
دکورنو چارو وزير تيره ورځ دعوه کړې وه چې طالبانو سره مذاکراتو کې مهم پرمختگ شوى دى.
سرچينې زياتوي چې ډي جي ائي ايس ائي ظهيرالاسلام هم په دغه موقع دغونډې برخه والو ته دهيواد په کورني امنيتي صورتحال اؤ سرحدي معاملو بريفنگ ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG