په افغانستان کې د نړیوالو امنېتي ځواکونو پخواني کمانډر او امریکاېي جنرال جان اېلن واېي: (ذه د افغانستان په ختیځه پوله د ۲۰۱۴م وروسته، د اوس نه زیات ، ډېر مشکلات وینم). هغه زیاته کړه د ۲۰۱۴م وروسته، ویني چې د پولې دواړه غاړو ته به ترهګر یو بل سره اړېکې زیاتوي. د جنرال اېلن نه پوښته وشوه چې کوم قوتونه به په پوله د وراني زریعه جوړیږي نو هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي. ټي. پي) نوم واخېست. د اپرېل په ۲۳مه نیټه د امریکې یو تهېنک ټېنک ( USIP ) کې یوې غونډې ته جنرال اېلن په خپله وینا کې ویلي د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیزه امنیتی تړون اسلام آباد کې د خطر زنګ وهلی.
جنرال اېلن په ځانګړو خبرو کې واېس اف امریکا ډیوه ته ووېل افغانستان د ډیورنډ کرښه نه مني او پاکستان باور کوي چې پوله يې شته. هغه زیاته کړه افغانستان او پاکستان له د پولې حل پکار دی. جنرال اېلن واېي: ( زه چې کله هلته ووم – او ما به په نقشه د افغانستان پوله کتله – نو چرته به د پاکستان، چرته به د افغانستان او چرته به د شوروي راکښلې پوله ښکاریده)
پخوانې امریکاېي جنرال جان اېلن په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د جولاېي ۲۰۱۱م نه فرورۍ ۲۰۱۳م پورې د بهرنیو ځواکونو مشر کمانډر پاتې شوی دی. نوموړي د خپلې پوځي دورې په وخت په کابل او راولپنډۍ کې څو ځله د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال کیاني او افغان جنرال شېر محمد کریمي سره غونډې کړي.
جنرال اېلن ووېل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو (سینډیکیټ) به د امریکې د خارجه تګلارې لپاره یو خطرناک چېلنج وي. هغه لشکرِ طیبه هم یو لويې خطر وباله. او زیاته يې کړه د پاکستان پوځ باېد تیار وي چې د ترهګرو اډې له منځه یوسي.