لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوئس بانکونو کې ايښودل شوي ٢٠٠ اربه ډالر به بيرته راوړو،راناافضل


رانا محمد افضل وئيلي دي چې کابينې دپاکستان اؤ سوئټزرلينډ ترمينځ په موجوده ټيکس تړون دنظرثانۍ منظوري ورکړې ده
رانا محمد افضل وئيلي دي چې کابينې دپاکستان اؤ سوئټزرلينډ ترمينځ په موجوده ټيکس تړون دنظرثانۍ منظوري ورکړې ده
دپاکستان حکومت وائي دپاکستاني وگړو لخوا په غيرقانوني توگه سوئس بانکونو کې دايښودل شوؤ ٢٠٠ؤ اربو ډالرو بيرته دراوړلو لړ کې دسوئټزر لينډ حکومت سره په رابطه کې دى.
قومي اسمبلۍ کې دپوښتنو ددمې په مهال دخزانې پارليماني سکتر رانا محمد افضل وئيلي دي چې کابينې دپاکستان اؤ سوئټزرلينډ ترمينځ په موجوده ټيکس تړون دنظرثانۍ منظوري ورکړې ده چې ددې سره به دهاغو پاکستانيانو په گوته کولو کې مرسته ترلاسه شي کومو چې په غيرقانوني توگه خپلې پيسې دسوئټزرلينډ بانکونو کې ايښودي.
هغه وويل دسوئټرزلينډ دچارواکو په وينا سوئس بانکونو کې دپاکستاني وگړو تقريباً ٢٠٠ اربه ډالر موجود دي اؤ زياته يې کړه چې پاکستاني هيئت به داگست مياش کې دسوئټزرلينډ دوره کوي اؤ په پاک سوئټرزلينډ ټيکس تړون به خبرې اترې کوي.
هغه وويل فيډرل بورډ اف ريونيو دوړاندې څخه په دغه عمل کې بوخت دى اؤ زياته يې کړه چې په دې اړه به گرانو سيمو کې دپراپرټۍ اخستونکو، زياتو بلونو ادا کوونکو اؤپه ماشومانو په گرانو سکولونو کې دسبق وئيونکو کسانو معلومات راټولولى شي.
هغه وويل حکومت نور هاغه کسان هم دټيکس په دائره کې راوستل غواړي چې بقايات جات ورپورې دي اؤ دټيکس گواشورو جمع کوونکو شميره به داتوؤ څخه ١٣ؤ لکو ته غځولى شي..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG