لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برنز جنرل شريف ته وئيلي شمالي وزيرستان کې دترهه گرو ځالې تباه کړئ


دسرچينو وينا ده چې دامريکا مرستيال خارجه وزير پاکستاني مشرانو څخه غوښتنه وکړه بايد دغه عمليات په کابل کې دنوې انتظاميې دجوړيدو څخه دمخه مکمل کړي.
دسرچينو وينا ده چې دامريکا مرستيال خارجه وزير پاکستاني مشرانو څخه غوښتنه وکړه بايد دغه عمليات په کابل کې دنوې انتظاميې دجوړيدو څخه دمخه مکمل کړي.

دامريکا مرستيال خارجه وزير وليئم جى برنز دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، وزيراعظم نواز شريف، دوزيراعظم صلاح کارانو سرتاج عزيز اؤ طارق فاطمي سره ليدنې کړي دي.
سرچينې وائي چې ددغه ليدنو په مهال برنز دپاکستان لوړپوړو پوځي اؤ سياسي مشرانو ته دامريکا پيغام ورکړى اؤ په هغوي يې غږ کړى چې شمالي وزيرستان کې موجودې دترهه گرو ځالې تباه کړي.
دسرچينو وينا ده چې دامريکا مرستيال خارجه وزير پاکستاني مشرانو څخه غوښتنه وکړه بايد دغه عمليات په کابل کې دنوې انتظاميې دجوړيدو څخه دمخه مکمل کړي.
دخارجه دفتر ديو وياند وينا ده چې ددغو ليدنو په مهال دواړو خواؤ په پاک امريکا دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ييزو امنيتي چارو اؤ افغانستان په وضعه خبرې اترې کړي دي.
له دې وړاندې هم واشنگټن په اسلام اباد شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول دترهه گرو دخوندي ځالو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنه کړې ، خو اسلام دريځ لرلو چې دغه عمليات به دمناسب وخت په رارسيدو اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
دامريکا مرستيال خارجه وزير راحيل شريف څخه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد ددغو عملياتو پيل کولو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې تيره ورځ شمالي وزيرستان کې په يوه بمي چاؤدنه کې د٨ؤ پوځيانو دوژل کيدو وروستو جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف سره يوه مهمه ليدنه کړې وه.
اؤ دميډيا راپورونه وائي چې شمالي وزيرستان کې بمي چاؤدنه کې د٩ؤ عسکرو دوژل کيدو وروستو جنرال شريف وزيراعظم نواز شريف ترهه گرو ته دپوځ دممکنه ځواب ورکولو څخه خبر کړى ؤ.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ايکسپريس ټريبون وينا ده چې يو لوړپوړي پوځي چارواکي ورته وئيلي پوځ به ترهه گرو ته ځواب ورکوي ځکه چې ترهه گري اؤ امن خبرې په يوځايې نۀ شي چليدلى.
دغه چارواکي دا هم وئيلي چې دترهه گرو دغه حمله دامن عمل لپاره يوه ستره ضربه ده اؤ سختې نتيجې به ولري.
ورځپاڼه دپوځي چارواکو له خُلې ليکي چې ددغه حملې په ذمه وارو پسې به ورځي اؤ زياتو ي چې دسړک دغاړې دبمي چاؤدنې په ځواب کې سترې فضائي حملې کيدى شي.
دامريکا دمرستيال خارجه وزير اؤ دوزيراعظم دځانگړي صلاح کار طارق فاطمي ترمينځ ليدنه کې دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري اؤ په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن هم موجود وؤ، په دغه مهال طارق فاطمي په بيلا بيلو څانگو کې پاک امريکا همکارۍ ته دپاکستان لخوا په ورکړل کيدونکي اهميت هم رڼا واچوله.
فاطمي واشنگټن ته دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دسفر څخه راپديخوا سم اړخ ته په روانو پاک امريکا دوه اړخيزو اړيکو داطمينان څرگندونه وکړه.
دواړو خواؤ دافغانستان په اړه دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ دژورو صلاح مشورو په ارزښت زور راوړو.
سرتاج عزيز سره دليدنې په موقع هم دامريکا مرستيال خارجه وزير په پاک امريکا اړيکو اؤ سيمه ييزو چارو خبرې اترې کړي دي.
په دغه موقع برنز پاکستاني صلاح کار ته سږکال دجنورۍ په مياشت کې دپاک امريکا سټريټجک مذاکراتو دوزارتي نظرثانۍ لپاره دهغه سفر ورپه ياد کړو، دواړو مشرانو دتعليم اؤ سائنس اؤ ټيکنالوجۍ په څانگو کې دسټريټجک مذاکراتو دچترۍ لاندې په مرستو هم بحث وکړو.
سرتاج عزيز په افغانستان کې دامن اؤ ثبات په ارزښت دزور ورکولو په موقع افغانستان کې داپريل په مياشت کې دانتخاباتو دلمړي پړاؤ په کاميابۍ سره په مکمليدو داطمينان څرگندونه وکړه.
له دې وړاندې برنز په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدنه کړې.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه جاري شوي يو بيان ترمخه هغه جنرال راحيل سره دسيمه ييزې سلامتۍ په صورتحال اؤ ددوه اړخيزه خوښۍ په چارو خبرې کړي دي.
همدغه شان دخارجه چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سيد طارق فاطمي وئيلي دي چې په پاکستان په افغانستان کې دروان جمهوري عمل ملاتړ کوي.
دغه څرگندونې هغه اسلام اباد کې دامريکا دمرستيال خارجه وزير وليئم جى برنز سره دليدنې په مهال کړي دي.
دواړه مشران د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې په رامينځته کيدونکي ممکنه صورتحال، امن وامان اؤ دجوړجاړي په عمل هم غږيدلي دي.
هغوي په پاک امريکا دوه اړخيزو اؤ سيمه ييزو چارو هم خبرې اترې کړي دي.
په دغه موقع طارق فاطمي په بيلا بيلو څانگو کې پاک امريکا همکارۍ ته دپاکستان لخوا په ورکړل کيدونکي اهميت هم رڼا واچوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG