لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : مذاکرات دمعاملو دهوارولو غوره لاره ده


 نواز شريف وويل په داسې حال کې چې هيواد دترقۍ اؤ پرمختگ په لاره روان دى داحتجاجونو هيڅ جواز نۀ جوړيږي.
نواز شريف وويل په داسې حال کې چې هيواد دترقۍ اؤ پرمختگ په لاره روان دى داحتجاجونو هيڅ جواز نۀ جوړيږي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې هاغو مشرانو ته دمذاکراتو اؤ دمعاملو په غوره طريقې سره دهوارولو بلنه ورکوي چې دوزيراعظم هاؤس لوري ته يې داحتجاجي لاريونونو پروگرام جوړ کړى دى.
بهاؤلپور کې يوې اولسي جلسې ته دوينا په مهال نواز شريف وويل ملک دمظاهرو سياست نۀ شي زغملى اؤ زياته يې کړه چې مذاکرات دمعاملو تر ټولو غوره حل دى.
نواز شريف وويل په داسې حال کې چې هيواد دترقۍ اؤ پرمختگ په لاره روان دى داحتجاجونو هيڅ جواز نۀ جوړيږي.
وزيراعظم په عامو انتخاباتو کې ددرغلۍ تورونه رد کړل اؤ وې وئيل ددغه احتجاج څخه په شا په پرته اراده نۀ پوهيږي.
نواز شريف وئيلي په معاملو دبحث لپاره پخپله اسلام اباد کې دعمران خان کور ته ورغلى ؤ اؤ اوس که چرې عمران کومه ستونزه لري نو بايد وزيراعظم هاؤس ته ورشي.
خو دتحريک انصاف چئيرمين عمران خان دوزيراعظم له لوري دمذاکراتو بلنه رد کړې اؤ وئيلي يې دي چې نواز شريف دې دبلنو ورکولو پځايې اولسي ستونزو هوارولو ته پام وگرځوي.
عمران خان وئيلي دي چې دتحريک انصاف اصولي فيصله ده چې دانتخابي ټگۍ ټورۍ اؤ هيواد کې دروانې بدعنوانۍ اؤ گرانۍ په ضد به په ١١مه مئ جلسه کوي.
بل لوري ته داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې جمهوريت ديو اړخ څخه هم خطره نۀ ده پيښه.
لاهور کې دخالي په ورځ ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل احتجاج اؤ لاريونونه کول دهر سياسي گوند جمهوري حق دى ، خو بايد ددغه حق غلط استعمال ونۀ شي اؤ دجمهوريت دمضبوطۍ لپاره وکارول شي.
پرويز رشيد وويل کوم خلک چې دجمهوريت په دور کې روزل شوي هغوي جمهوريت دخپلې بقاء لپاره خطره گڼي.
طاهرالقادري ته په اشارې کولو سره پرويز رشيد وويل چې دکاناډا څخه راتلونکو سياست دانانو لاپره جمهوريت خطره ده.
بلخوا دپاکستان تحريک انصاف مشرې ډاکټر شيرين مزاري دخالي په ورځ تور لگولى چې دپنجاب حکومت سبا اسلام اباد کې کيدونکې جلسه کې برخه اخستونکي دتحريک انصاف دکارکوونکو مخه نيسي.
مزاري ميډيا ته وئيلي چې دفيصل اباد انتظاميې دبسونو ټولې اډې بندې کړي اؤ خلک اسلام اباد ته په ريلۍ کې دگډون اخستو څخه منعې کوي.
هغې تور لگولى چې دملتان، سرگودهېو سيالکوټ، منډي بهاؤالدين اؤ لاهور څخه ورته معلومات ترلاسه شوي چې دغلته پوليس دبسونو په ډرائيورانو فشار راوړي چې دپي ټي ائي کارکوونکي دلاريون لپاره بو نۀ ځي.
خو دپنجاب دقانون وزير رانا ثناء الله بيا دشيرين مزاري دغه تورونه رد کړي اؤ وئيلي يې چې دبسونو اډې بندې کړل شوي نۀ دي بلکې دمعمول مطابق خپل خدمات ادا کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG